ایډي: 8378823
نېټه: د مې 27، 2024
ځای: بېجینګ
موده: یوه دقیقه او څلور دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 28-05-2024 06:12
وروستی سمون: 2024-05-28 08:13
ویډيويي صحنې
چین بېجینګ – د مې 27، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپارهنه ده
۱ـ د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د لسمې دورې د وزيرانو د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د ولسمشرشي جين پينګ پلان شوی ګډون په اړه مطبوعاتي کنفرانس روان دی
۲ـ د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير دينګ لي د وينا کولو پر مهال
۳ـ ګڼ شمېر خبریالان، عکاسان
چین بېجینګ نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړولپاره نه ده
۴ـ له هوا څخه د تیان انمین روسټرم ویډیويي صحنې، د چين د ملي بيرغ، ترافيک
۵ـ د تیان انمین روسټرم مخې ته زینتي پایې
۶ـ د چین ملي بیرغ
سعودي عربستان ریاض د دسمبر 9، 2022 (CCTV) د چیناييوګړو لپاره نه ده
۷ـ له هوا څخه د پاچا عبدالعزیز نړیوال کنفرانس مرکز د ځایویډیويي صحنې
۸ـ بیرغونه
۹ـ د “چین-عرب هېوادونو سرمشریزه په لوحه باندې لاسلیک کړئنښان لوګو
مصر قاهره – د جولای 24، 2022 (CCTV) د چینايي وګړو لپارهنه ده
۱۰ـ د مصر ملي بیرغ، ودانۍ
فایل: قاهره، مصر – اپریل 6، 2019 (CGTN) د چینايي وګړولپاره نه ده
۱۱ـ د مصر ملي بیرغ
مصر قاهره – 2017 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۲ـ د ښار بېلابېلې برخې، ترافیک
سعودي عربستان ریاض – دسمبر 2022 (CGTN) د چیناييوګړو لپاره نه ده
۱۳ـ له هوا څخه د سعودي عربستان د ملي بیرغ ویډيويي صحنې،ودانۍ، ترافیک
متحده امارات دوبۍ – نېټه معلومه نه ده (CGTN)
۱۴ـ له هوا څخه د ښار د منظرو ویډیويي صحنې
بشپړ خبر
د سينهوا اژانس د یوه خبر له مخې، د چين ولسمشر شي جين پينګ د دوشنبې په ورځ په بېجينګ کې د چين او عربي هېوادونود همکارۍ فورم د لسمې دورې د وزيرانو د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال دينګ لي په یوه خبري ناسته کې ورځ مخکې وويل، شي جين پينګ به د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسموکې چې د مې په ۳۰مه نېټه په بېجينګ کې جوړېږي، ګډونوالو ته مهمه وينا وکړي.
د دینګ په وینا، په یاده غونډه کې به د مشرانو د موافقې د عملي کولو، په بېلا بېلو ساحو کې د چین-عربي همکارۍ د پراخولو او د ګډې راتلونکې لپاره د چین-عرب ټولنې د جوړولو لپاره پر ځانګړوتدبیرونو تمرکز وشي.
هغه وويل، په دې غونډه کې به د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اجماع د لا پياوړتيا، د همکارۍ د راتلونکي پړاو د جوړولو او د فلسطين د مسئلې په اړه د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د ګډ غږپورته کولو لپاره يو شمېر مهم سندونه هم تصويب شي.
نوموړي ویلي، چې ولسمشر شي به د مې له ۲۹مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د بحرين، مصر، تونس او متحده عربي اماراتود مشرانو لپاره د دولتي غونډو کوربه توب وکړي چې له چين څخه ليدنه کوي. دوی به د خپلو هېوادونو په اړیکو خبرې ا ترې وکړي او د نړیوالو مسئلو په اړه په اړه ژور نظرونه تبادله کړي.
د یادونې وړ ده چې د چين ولسمشر شي جين پينګ دوه ځله د چين او عربي هېوادونو د همکارۍ فورم د وزيرانو د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون کړی او څلور ځله يې عربي نړۍ ته مهمې تګلارې اعلان کړې دي چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځد ستراتيژيک متقابل باور د پرله پسې ژورتيا لامل شوې او ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي. د دينګ په وينا، چې کمربند او لارنوښت د ګډې ابادۍ چارې د دواړو خواوو خلکو ته ګټه رسوي.
بلخوا په ۲۰۲۲ کال کې د چين او عربي هېوادونو په لومړۍسرمشريزه غونډه کې د چين او عربي هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې د نوې زمانې لپاره د چين او عربي ټولنې د ګډې راتلونکېد جوړولو لپاره به هر ډول هڅې وکړي، چې دا په ډاګه کوي چېاوس د چين او عربي هېوادونو اړيکې نوي پړاو ته داخلې شوېدي. د دینګ په وینا د دواړو خواوو په ګډو هڅو سره هراړخیز او ژور پرمختګ کړی او مثبت پرمختګ یې هم ترلاسه کړی دی.
دينګ يادونه وکړه، چې چين به له عربي هېوادونو سره د ګډې راتلونکې لپاره د چين او عربي ټولنې د ابادۍ په موخه ګډ کار ته دوام ورکړي او د چين او عربي دوستۍ روحيه به نوره هم غښتلې وساتي.
ښاغلی دینګ ویلي، چې دواړه خواوې به د يو بل د اصلي ګټو او مهمو اندېښنو په اړه له يو بل څخه ټينګ ملاتړ وکړي. د کمربند او لارې نوښت د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې به په ټولو برخو کېهمکارۍ پياوړې کړي او د تمدنونو ترمنځ د تبادلې او متقابلو زده کړو له لارې به ګډه سوکالي رامنځته کړي.
نوموړي وویل، چې دوی به په ګډه د يو عادلانه نړيوال نظم د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او د پرمختيايي هېوادونو لپاره به د يووالي، همکارۍ، پر ځان بسياينې او پياوړتيا بېلګه جوړه کړي








