د هرات د تیاتر د تالار د جوړولو کار بیا پيل شوی، د دغه ولایت ښاروالۍ وايي، د هرات تیاتر پخوانۍ ودانۍ پر ځای به پنځه پوړیزه ودانۍ جوړه کړي. یوه لسیزه کېږي، چې د تیاتر معیاري ودانۍ نه لری، او په دې موده کې د هنرمندانو ژوندۍ نندارې بندې شوې دي. په هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تیاتر مدیریت ودانۍ شاوخوا نهه کال مخکې د سړک پراخولو له امله ړنګه شوه. د هرات تیاتر څه د پاسه سل کاله مخینه لري. د تیاتر هنرمندانو او لوبغاړو تل د تنزیه پروګرامونو په ترسره کولو سره خلک خوښ کړي او هڅه کوي، چې دغه هنر یو ځل بیا ژوندی کړي.