متحده ایالات – شانګهای /پانګې اچونې
ایډي: 8378543
نېټه: د می 23، 2024 / فایل
ځای: متحده ایالات
موده: یوه دقیقه او اته ویشت ثانیې
سرچینه : (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-26 05:05
وروستی سمون: 2024-05-26 05:10
ویډیويي صحنې
متحده ایالات نیویارک ښار – د مې 23، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ بېلابېلې ناستې روانې دي
متحده ایالات، نیویارک ښار – نیټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۲ـ ګڼ واټونه، پیاده تګ، وسایط
چین – نیټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ له هوا څخه د ښار د منظرو صحنې
بشپړ خبر
د پنجشنبې په ورځ د شانګهای د ښاروالۍ مسوولینو په نيويارک کې د نړيوالې پانګې او مشارکت د راجلبولو په موخه يوه تبليغاتي کمپاين تر سره کړ.
دا کمپاین د شانګهای د نړیوالې تبلیغاتي لړۍ یوه برخه ده چې “په شانګهای کې پانګونه وکړئ،او خپل راتلونکی سره شریک کړئ.
د یادونې ده چې په دې غونډه کې د شانګهای ښاروال ګونګ ژينګ په نيويارک کې د چين قونسل جنرال هوانګ پينګ د امریکا او چین د اړیکو د ملي کمېټې مشر سټیفن اورلینز او د متحده ایالاتو او چین د سوداګرۍ شورا رییس کریګ الن؛ او د لویو سوداګریزو اتحادیو او شرکتونو استازو، په شمول د چین ساختماني بانک، کوچ، ایسټي لاډر، فایزر او والمارټ هم شامل وو، چې په ټولیز ډول له ۲۰۰ څخه زیاتو کسانو په یاده غونډه کې برخه اخیستې وه.
په ورته مهال نوموړي ښاروال په خپله مهمه وينا کې د ټولې نړۍ خلکو ته بلنه ورکړه چې له شانګهای څخه ليدنې، همکارۍ او پرمختګ وکړي.
د ویلو ده چې د دې غونډې په ترڅ کې د (شانګهای سمر) یا نړیوال مصرف فصل هم پرانیستل شو.








