کندهار کې د نساجي نخي په نوم د ټوکر جوړونې کارخونې له اوږده ځنډ وروسته په ازمايښتي ډول فعالیت پيل کړی. د کندهار د نساجۍ نخي کارخونه چې د سردار محمد داوود خان له واکمنۍ راهیسې یې ماشینونه له فعالیت لوېدلي وو، خو اوس یې تازه بېرته فعالیت پيل کړی دی. مسوولین وايي، چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې يې د ترمیم چارې پيل شوې وې، چې تازه یې په ازمایښتي ډول د ټوکر تولید پيل کړ. د دغه کارخونې رییس وايي، د یادې کارخونې له ۳۲۰۰ ماشینونو له جملې ۶۰۰ ماشینونه رغول شوي او په فعالیت یې پيل وکړ. نوموړی وايي، چې د ټوکر د تولید یادې کارخونې مخکې د پخواني عصر ټوکر تولیدول، چې اوس به د دوی په هڅو د نویو ټیکنالوژي پر مټ د اوسني عصر مروج ټوکر تولید کړي.