چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د عدالت نړیواله محکمه: اسراییل دې په غزه کې پوځي عملیات ودروي

STR NEWS by STR NEWS
مې 25, 2024
4 0
0
د عدالت نړیواله محکمه:  اسراییل دې په غزه کې پوځي عملیات ودروي
6
SHARES
22
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8378442.webm

مختلف-غزه/اسرایل/ICJ حکم

ای‌ډي: 8378442

نېټه: د مې 24/16/14/13، 2024

ځای: بېلابېل ځایونه

موده: یوه دقیقه او پنځه ویشت ثانیې

سرچینه:  (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 25-05-2024 10:48

وروستی سمون: 2024-05-25 10:52

ویډيويي صحنې

 هاګ، – د مې 16، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د سولې ماڼۍ بېلابېلې برخې، د ملګرو ملتونو بیرغ، لیدونکي

د غزې تړانګه د غزې ښار – د مې 13، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۲ـ له سیمې څخه ګڼ تور لوګي پورته کېږي، پیاده، چلوونکي

۳ـ امبولانس د چلولو پر مهال

۴ـ  ګڼ ملکي خلک د ژړا پر مهال

۵ـ سړی ټپي، هلک لېږدوي

د غزې تړانګه – د مې 14، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۶ـ ډېری ماشومان خواړو ته د  ترلاسه کولو لپاره په کتار کې انتظار کوي

۷ـ خېمې

بشپړ خبر

د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) چې د ملګرو ملتونو یو مهم رکن دی د جمعې په ورځ اسراییلو ته امر وکړ چې په رفح کې خپل پوځي عملیات سمدستي ودروي.

د محکمې مشر قاضي نواف سلام د هالېنډ هېواد هاګ ښار د سولې په ماڼۍ کې وویل، بشري وضعیت اوس ناوړه دی په تېره بیا حالت د جنورۍ له ۲۶مې او د مارچ له ۲۸مې د وروستیو حکمونو راهیسې ډېر خراب شوی دی.

سربېره پر دې، یادې محکمې غوښتنه وکړه چې اسراییل د حقیقت موندونکو او د ملګرو ملتونو اړوند څېړونکو ته اجازه ورکړي چې د نسل وژنې تورونه وڅېړي او احتمالي شواهد راغون‍‍ډ کړي.

دغه راز د یادې محکمې قاضیانو زیاته کړه چې اسراییل باید د یوې میاشتې په دننه کې د محکمې د حکم د پلي کولو لپاره د ټولو اقداماتو راپور محکمې ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې سویلي افریقا د مې په ۱۰مه د عدالت نړیوالې محکمې  څخه وغوښتل چې د غزې په تړانګه کې د نسل وژنې جرمونو د مخنیوي او مجازاتو کنوانسیون د پلي کولو په اړه د اسراییلو په وړاندې د موقتي اقداماتو د سمون  په اړه پرېکړه صادره کړي.

د جنوري په ۲۶، ۲۰۲۴ کال کې، محکمې پرېکړه وکړه چې اسراییل باید څو اقدامات ترسره کړي؛ لومړی د نسل وژنې مخه ونیسي، ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی اردو به نسل وژنه نه کوي، دویم د فلسطینیانو په وړاندې د کرکې هڅول دې ودروي همدارنګه شواهد دې خوندي کړي، او سمدستي بشري مرستې دې چمتو کړي.

دا د سویلي افریقا لخوا د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۲۹ نېټه د عدالت نړیوالې محکمې ته د سویلي افریقا لخوا وړاندې شوې قضیه وه.

له هغې وروسته، سویلي افریقا د  په فبروري او مارچ کې د اضافي لنډمهاله اقداماتو لپاره ورته غوښتنې وکړې. د پایلې په توګه، د عدالت نړیوالې محکمې د مارچ په ۲۸ اسراییلو ته امر وکړ چې هر هغه څه وکړي چې د غزې په تړانګه کې د فلسطین خلکو ته د اساسي مرستو رسولو ډاډ ترلاسه کولو لپاره اړین وي.

سلام د جمعې په ورځ په یوه مطلب کې وویل ، چې په رفح ښارکې د څو اونیو بمباریو له کبله سل زره فلسطینیانو ته د مې په شپږمه د وتلو امر شوی و، خو په پایله کې د مې په ۱۸ نږدې ۸۰۰۰۰۰ خلک ایستل شوي، دغه راز د اسراییلو پوځي عملیات لا هم روان دي او د نویو وتلو لامل شوي دي.

همدارنګه نوموړي د جمعې په ورځ په وروستي حکم کې وویل: د محکمې په نظر، د مارچ د ۲۸م حکم په بشپړ ډول د وضعیت بدلون ته اشاره نه لري. نو اصلاحي اقداماتو ته اړتیا وه.

یاده دې وې چې د مې په ۱۶مه او۱۷مه نېټه، محکمې په اوسنۍ قضیه کې یوه عامه استماعیه ترسره کړه، چې دواړو خواوو ته یې د خپل موقف د څرګندولو فرصت درلود.

بل خوا په هالنډ کې د سویلي افریقا سفیر ووسیموزي مدونسلا ویلي، هېواد یې د فلسطیني وګړو د دوامدارې تباهۍ له امله د غزې په تړانګه کې د ۳۵۰۰۰ څخه د زیاتو مړینو او پراخو زیانونو له امله بېرته محکمې په اعتراض اړ شوی دی.

په ورته مهال کې بیا د اسراییلو د عدلیې وزارت یوه چارواکي، ګیلاد ، قاضیانو ته وویل چې اسراییل د خپل ځان د ساتنې لپاره په یوه “ناوړه جګړه” کې ښکېل شوی او دغه راز د جنوبي افریقا د نسل وژنې تورونه یې رد کړيد دي.

د فلسطین روغتیایي چارواکو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په غزې تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵ زره او ۸۰۰ ته رسېدلی دی.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved