چین- (BIS) عمومي مدیر
ایډي: 8378264
نېټه: د مې 23، 2024
ځای: بېجینګ
موده: ۵۹ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 24-05-2024 05:28
وروستی سمون: 24-05-2024 07:25
ویډیويي صحنې
چین، بېجینګ – د مې 23، 2024 (CCTV)
۱ـ د چین مرستیال ولسمشر هان ژینګ د بین المللي تصفیې لپاره د بانک عمومي مدیر اګستین کارسټنس سره د روغبړ کولو او عکسونو اخیستلو پر مهال
۲ـ د هان او کارسټنس ترمنځ بېلابېلې ناستې روانې دي، په ناسته کې د دواړو خواوو ګډون کوونکي
بشپړ خبر
د چين مرستیال ولسمشر هان ژېنګ د پنجشنبې په ورځ په بېجينګ کې د (BIS) یا د نړیوالې تسویې بانک له عمومي مدير اګيستين کارسټنس سره وکتل او ويې ويل چې چين غواړي له دې بانک سره خپلې تبادلې او همکارۍ لا ژورې کړي.
هان يادونه وکړه چې یاد بانک د چين لپاره د پولي او مالي تګلارو په اړه په نړيواله همغږۍ کې د ګډون لپاره خورا مهم دی.
نوموړي دغه راز وویل، چين چمتو دی چې له (BIS) سره نږدې کار وکړي، او په نړيوال اقتصادي او مالي تصميمونو کې لا زيات ګډون وکړي او په ګډه له نړيوالو اقتصادي ننګونو سره د مقابلې او د نړيوال مالي ثبات د ساتلو لپاره لا زياتې مرستې وکړی شي.
په یاده لیدنه کې نوموړي عمومي مدیر د چين د اقتصاد او د دغه هېواد د مالي بازار د پرمختيايي لاسته راوړنو په اړه ډېر خبرې اترې وکړې. هغه د هېواد د اقتصادي پرمختګ د امکاناتو او فرصتونو په اړه خوشبیني څرګنده کړه.
نوموړي وويل،(BIS) د چين د اسعارو له نړيوال کېدو څخه ملاتړ کوي او غواړي چې د چين له مالي صنعت سره د تبادلې او همکارۍ لا پياوړتيا رامنځته کړي چې د نړيوال اقتصاد او مالي ثبات په ساتلو کې مثبت رول ولوبوي.








