هند – د تودوخې څپې / یخولو محصولات
ای ډي: 8378301
نېټه: د مې 20/23، 2024
ځای: هند
موده: یوه دقیقه او دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 24-05-2024 20:18
وروستی سمون: 2024-05-24 20:53
ویډيويي صحنې
هند، نوی ډیلی، – د مې 20، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګرځندویان
۲ـ کس د لمر ضد عینکو خرڅولو پر مهال
۳ـ ماشومان د چترۍ سره د استراحت کولو پر مهال
۴ـ ښځه اوبه څښي
نوي ډیلي، هند – د مې 23، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ بېلا بېل د هوا تبخیر کولرونه
۶ـ غږ (هندي)د تبخیر کولرونه پلورځي مالک محمد اسد
د بخارۍ هوا کولرونو غوښتنه خورا لوړه شوې ده. لکه څنګه چې د تودوخې لوړېدو ته دوام ورکوي، په نوي ډیلي کې ترټولو لوړه تودوخه له ۴۶ څخه تر ۴۷ درجو سانتي ګراد ته رسي، ډېری خلک به د بخارۍ هوا کولر پیرودلو ته راشي. بازار اوس مهال د تقاضا پوره کولو لپاره کافي نه دی.”
۷ـ بېلا بېل د هوا تبخیر کولرونه
۸- په ټرایسایکل کې بېلا بېل د هوا تبخیر کولرونه ؛ ترافیک
۹ـ غږ (هندي) ځایي اوسېدونکی انوراګ، (بشپړ نوم ندی ورکړل شوی)
لکه څنګه چې د محصولاتو د یخولو لپاره د اړوند فصل وخت دی، د بخارۍ هوا کولرونو بیه خورا لوړه شوې ده. پخوا، په بازار کې د بخارۍ هوا کولر په شاوخوا ۳۰۰۰ روپیو (چې شاوخوا ۳۶ امریکایي ډالر کېږی) پلورل کېده. خو اوس له ۴۰۰۰ تر ۴۵۰۰ کلدارو پلورل کېږي.
۱۰ـ ګڼ د هوا ایرکنډیشنرونه؛ سړي د خبرو کولو پر مهال
بشپړ خبر
د مې له ۱۶ راهیسې د شمالي هند په اوږدو کې د تودوخې بې رحمه لوړې څپې د خلکو ترمنځ د سړو او یخو محصولاتو تقاضا لوړه کړې ده.
د هند د هوا پېژندنې ادارې (IMD) د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي او شاوخوا سیمو کې د تودوخې د لوړوالي جدي خبرداری ورکړ او په راتلونکو پنځو ورځو کې یې د تودوخې څپې د احتمال د دوام خبر هم ورکړی.
د یادولو وړ ده چې د پلازمېنې نوي ډیلي په ګډون د هند لویې برخې، دا مهال د لوړې تودوخې څپې په شرایطو کې دي چې د تودوخې درجه د سانتي ګراد له ۴۵ درجو څخه پورته شوې، چې د خلکو روغتیا او د ژوند روانې چارې یې ورته اغېزمن کړې دي.
د دوامداره تودوخې څپې خلک دې ته اړ کړي، چې د ګرمۍ د دفع او د ځان یخ ساتلو لپاره ځینې اړین وسایل، لکه پکې، کولر او اې سي ګانې واخلي خو اوس مهال یې بیې ډېرې لوړې شوې دي. د دې محصولاتو څخه ځایي خلک تر ډېره کولر غوره کوي ځکه چې لږ لګښت لري.
محمد اسد، چې په نوي ډیلي کې یو هټیوال دی، وویل، واقعاً چې د کولرو غوښتنه ډېره لوړه ده لکه څنګه چې په نوي ډیلي کې ترټولو لوړه تودوخه له ۴۶ څخه تر ۴۷ درجو سانتي ګراد لوړېږي، نو ډېر خلک اړ دي چې وایي اخلي مګر اوس مهال بازار د غوښتنې پوره کولو لپاره کافي عرضه نلري.
انوراګ، چې په نوي ډیلي کې اوسېږي، وویل لکه څنګه چې د دې محصولاتو د رانیولو ناڅاپي وخت دی، خو بیې خورا لوړې شوې دي. پخوا دغه کولر شاوخوا ۳۰۰۰ هندي روپۍ و (چې شاوخوا ۳۶ امریکایي ډالر کېږي). خو اوس ۴ تر ۴ نیمو زرو روپیو پورې پلورل کېږي د دا ټول د تودوخې د څپې له امله دي چې موږ اوس ورسره مخ یو.








