په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مېرمنو څانګې خبر ورکړی، چې له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي څو هغو مېرمنو ته چې په وروستیو سېلابونو کې زیانمنې شوې مرستې ورسوي. دې څانګې نن پر خپلې ایکس پاڼې د غور ولایت د اوسېدونکې ۵۰ کلنې حمیدې کیسه راخیستې چې وايي، سېلابونو يې د مې په ۱۷مه کور ور وران کړی دی. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، دوی په ګډه کار کوي څو د زیانمنو مېرمنو اړتیاوې په ګوته او مرستې وروسوي. دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف په غور او بغلان ولایتونو کې سېلاب ځپلو مېرمنو سره نغدي مرستې کړې وې.