اندونیزیا – د اوبو نړیوال فورم
ای ډي: 8377735
نېټه: د مې 20، 2024
ځای: اندونیزیا؛
موده: دوه دقیقې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-21 04:14
وروستی سمون: 2024-05-21 04:17
ویډیويي صحنې
اندونیزیا ،بالي، – د مې 20، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د ۱۰م نړیوال اوبو پروګرام ګڼ ځای بهرنۍ، انځورونه، لوګو، بینرونه
۲ـ ګډونوال د انځورنو اخستلو پر مهال
۳ـ د داخلي ځای بېلابېلې برخې ، ګډون کوونکي، د رسنیو مرکز نښان(لوګو(LOGO
۴ـ د رسنیو ګڼ مرکزونه، خبریالان
۵ـ د غوڼدې لپاره بېلابېلې نښې، لوګو
۶ـ په سکرین کې د ډیز ګڼ شمیر ډولونه، د غونډې لوګو
۷ـ ګڼ شمیر ترافیک، دروازې، د غونډې لوګو
۸ـ د ګډون کوونکو هیوادونو بیرغونه
۹ـ ځای ته د ننوتلو بېلا بېلې برخې، نښان
۱۰ـ ګڼ بینرونه
۱۱ـ د غونډې بېلا بېلې داخلي برخې ، سکرین د آبشار اغیز ښیې
۱۲ـ د نندارتونونو بېلا بېل ډولونه
بشپړ خبر
د اوبو لسم نړیوال فورم، چې موضوع یې (د ګډې سوکالۍ لپاره اوبه) دی، د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول د اندونیزیا په بالي کې پرانیستل شو.
د پرانیستې په مراسمو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه چارواکو او د ملګرو ملتونو استازو برخه اخیستې وه. په دې غونډه کې د اوبو د ساتنې، پاکو اوبو او روغتیا ساتنې، د خوړو او انرژۍ خوندیتوب، او د طبیعي پیښو د کمولو هڅو په شمول په مهمو موضوعاتو تمرکز وشو.
په یادو مراسمو کې د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو وویل چې ۵۰۰ میلیونه کوچني کروندګرپه زیانمن شوي چې د نړۍ د خوراکي توکو ۸۰ سلنه برخه جوړوي، هغه د راتلونکي وچکالۍ په وړاندې چې تمه کیږي تر ۲۰۵۰پورې وي. د اوبو پورې اړوند ننګونو سره په اغېزناکه توګه د مقابلې لپاره د نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
په ورته مهال کې د اوبو د نړیوالې شورا رییس لویک فوچون د اوبو یووالي ځواک او د چاپیریال زیانونه چې د بشري فعالیتونو له امله رامنځته شوي په ګوته کړل. هغه دغه راز د سیارې د سمولو او د راتلونکو نسلونو لپاره امید او امنیت تضمین کولو لپاره د ډله ییزو هڅو غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د چين د اوبو د منابعو وزير لي ګوينګ د اوبو د امنيت په اړه د نړيوالې ننګونې او د اوبو د پياوړي مديريت له لارې د ګډې سمسورتيا د پياوړتيا پر اړتيا ټينګار وکړ.
هغه د چين له تجربو څخه د ترلاسه شويو دريو نوښتونو يادونه وکړه، چې موخه يې د حکومتولۍ نيمګړتياوې پوره کول، د سيلابونو کنټرول او د اوبو رسولو امنيت ټينګول، د خوړو او ايکولوژيکي امنيت تامينول او د اوبو د نړيوالې ادارې پرمختګ ګړندي کول دي.
د اوبو نړیوال فورم چې له ۱۹۹۷ کال راهیسې هر درې کاله وروسته د اوبو د نړیوالې شورا او د کوربه هیواد د حکومت لخوا تنظیمیږي، د اوبو د مسلو په اړه تر ټولو لویه نړیواله غونډه ده.








