د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله
ایډي: 8377683
نېټه: د مې 14/17/19، 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او نولس ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-20 20:01
وروستی سمون: 2024-05-20 20:05
ویډيويي صحنې
د غزې تړانګه، زیتون ګاونډی، – د مې 17، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ شمېر خلک د کنډوالو په منځ کې د تګ او راتګ پر مهال
۲ـ ویجاړې شوې ودانۍ
۳ـ په ویجاړه شوې ودانۍ کې ګڼ خلک
۴ـ په اسمان کې د بېلا بېلو لوګيو پورته کېدلو صحنې
د غزې تړانګه، المواسي، – د می 14، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ ګڼ شمیر سرپناه کوونکې، بې ځایه شوي خلک
بشپړ خبر
د فلسطین د روغتیايي چارو مسوولینو د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۵۴۵۶ کسانو ته رسېدلی دی.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي پوځیانو په عملیاتو کې ۷۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۰ نور یې ټپیان شوي دي، چې په دې سره د تېر اکټوبر میاشتې راهیسې د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د جګړې د پیل راهیسې د وژل شویو شمېر ۳۵۴۵۶ ته رسېدلی او تر ۷۹ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د روغتیا چارواکو ټینګار کړی، چې د بېړنۍ طبي او ملکي دفاع کارکوونکي د ژغورنې عملیاتو په ترسره کولو کې له ننګونو سره مخ دي ځکه چې ډېری تلفات تر خاورو لاندې شوي دي.
دغه راز د اسراییلو دفاعي ځواکونو د یکشنبې په ورځ په یوه خبر کې وویل چې د اسراییلو پوځ له تېرې ورځې راهیسې د غزې تړانګې په جنوبي ښار رفح او د غزې په شمالي جبالیه ښار کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
راپور زیاتوي چې اسراييلي ځواکونو په جباليه ښار کې د وسله والو پر ضد په لسګونه بريدونه کړي چې ګڼ شمېر وسله وال يې وژلي دي.
دغه راز د اسراییلو دفاعي ځواکونه د یوه لوی مقدار چاودېدونکو توکو، د ټانک ضد توغندیو، ډرون، لاسي بمونو او د راکټونو او نورو وسلو د تولید د ورکشاپونو د کشف خبر هم ورکړی دی.
اسرائیلي ځواکونو ویلي چې د شنبې په ورځ یې د حماس یو جګپوړی غړی وژلی، خو حماس تر اوسه پوری د دې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.








