د بلخ ولایت په حیرتان سوداګریز بندر کې صنعت کاران او ملي تاجران په ګمرکونو کې د لوړې مالیې پر کمېدو او د ګڼو اسانتیاو د رامنځته کېدو غوښتنه کوي. دغه سوداګر او صنعت کاران که څه هم په ګمرک کې له ځینو اسانتیاوو هرکلی کوي؛ خو پر وارداتي جنسونو د لوړې مالیې اخیستل او په بندرونو کې د توکو ایسار پاته کېدل خپلې اساسي ستونزې یادوي. په همدې حال په بلخ ولایت کې د صنایعو او کانونو رییس امام الدین سنایي زاده وایي، چې د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې تر پخوا اوسمهال ګڼې ننګونې له منځه تللي او پلان شته، چې د موجوده ستونزو لهپاره هم حل لارې وموندل شي. له دې ټولو سره سره د بلخ ولایت د حیرتان ګمرک رییس محمد عبدالله بلال ډاډ ورکوي او وایي، چې تر پخوا یې په یاد بندر کې څو برابره ستونزې له منځه وړي.