غزه/مرستې/د ځمکې لاره
ایډي: 8377515
نېټه: د مې 17/14، 2024
ځای: نور
موده: یوه دقیقه او اته دېرش ثانیې
سرچینه: (CCTV)او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-19 05:58
وروستی سمون: 2024-05-19 06:41
ویډیويي صحنې
جینیوا، سویس – نېټه نامعلومه ده (د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ماڼۍ، بهرنۍ برخه
۲ـ بېلابېل مطبوعاتي کنفرانسونه روان دي
۳ـ غږ (انګلیسي) د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویاند جینس لایرک (په اوله برخه کې د څلورمې صحنې سره تړل شوی)
۴ـ مطبوعاتي کنفرانس روان دی
صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي
د غزې تړانګه، خان یونس، – د مې 14، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ د ښوونځي ګڼ شمېر سرپناوې، د بې ځایه شویو فلسطینیانو ملکیتونه
۶ـ د هوایي بریدونو وروسته د بېلابېلو ویجاړیو ساحې، بې ځایه شوي فلسطینیان
المواسي، د غزې تړانګه – د می 14، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ د سرپناه ګڼ شمېر بې ځایه شوي ماشومان
۸ـ ګڼ شمېر بې ځایه شوي ماشومان د خوړو لپاره انتظار کاږي
بشپړ خبر
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د جمعې په ورځ په جینیوا کې په یوه خبري کنفرانس کې د غزې تړانګې ته د مرستو د رسولو لپاره د ځمکنیو لارو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
د همغږۍ دفتر (OCHA) ویاند جینس لایرک په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دفتر یې په هره طریقه د غزې تړانګې ته د ټولو مرستو هرکلی کوي، خو بیا هم په دې باور دي چې ځمکنۍ لارې تر ټولو ورته مهمې دي.
نوموړي دغه راز وویل چې غزې ته د مرستې لېږل واقعاً مهم دي. دا غوره ده چې د ځمکنیو لارو څخه کار واخلو څو مرستې په مستقیم ډول د اړتیا وړ ځای ته ورسوي. له همدې امله موږ اړتیا لرو ډاډ ترلاسه کړو چې هغه ټولې لارې د اسانه مرستې رسولو لپاره پرانیستې پاتې وي.
همداراز د روغتیا نړیوال سازمان ویاند طارق جاسرویچ په یوه خبري غونډه کې وویل، د مې له شپږمې راهیسې چې اسراییلي پوځ د رفح پر ضد پوځي عملیات پیل کړي، د رفح له لارې د غزې تړانګې ته د طبي وسایلو د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې، ځکه چې د غزې تړانګې په اوږدو کې د اسراییلو پوځ کنټرول لري.
هغه دا هم وویل، چې د رفح لارې تړلو په غزه کې د بشردوستانه کارکوونکو لپاره حالات او کارونه ستونزمن کړي دي، هغه زیاته کړه چې د طبي توکو او سون موادو نشتوالی د غزې خلکو او د غزې طبي سیسټم چې دمخه یې د پایښت وړ نه و، ډېر خطرونه رامنځته کړي دي.








