د غور ولایتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۵۵ ته لوړ شو او ۳۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس وايي، د ژغورنې ډلې د قربانیانو په لټه کې دي او کېدای شي، چې د مړو په شمېر کې بدلون راشي. هغه زیاته کړې، چې غور ولایت ته د سېلاب ځپلو لپاره د بېړنیو مرستو لکه خوراکي توکو، درملو او لنډمهالې سرپناه د برابرولو لپاره درې الوتنې شوې دي. ویل کیږي، چې د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیالۍ یوه پلاوي هم دې ولایت ته سفر کړی دی.