د چین – چټک اورګاډی/ ازمویښتي
ایډي: 8377516
نېټه: د مې 18، 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او یوه ثانیه
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-19 09:35
وروستی سمون: 2024-05-19 09:39
ویډيويي صحنې
د ژیجیانګ ولایت، ختیځ چین – د می 18، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ اورګاډي د ازمویونو پرمهال چلول کېږي
۲ـ بېلابېل سټیشنونه، ریل پټلۍ
۳ـ اورګاډي د ازمویونو پرمهال چلول کېږي
۴ـ له هوا څخه د نویو سټیشنونو ویډيویي صحنې
بشپړ خبر
د چټک اورګاډي کرښه چې د چین په ختیځ ژي جیانګ ولایت کې دوه لوی ښارونه سره نښلوي د شنبې په ورځ خپل ازمویښتي مزل ترسره کړ.
دغه اورګاډی چې د هانګ جو ولايت مرکز او ونژو ښار سره نښلوي په جنوب ختيځ ژي جيانګ ولایت کې د سوداګرۍ مرکز دی.
د شنبې د ورځې د ازموينې په ترڅ کې، لومړی اورګاډی د هانګ جو له تونګلوډونګ اورګاډي سټیشن څخه وخوځېد او د ونژو شمالي اورګاډي سټیشن ته لاړ. اورګاډی د تفتیش تجهیزاتو سره مجهز شوی و، څو وګوري چې ایا دغه لار، او سړک، د بریښنا رسولو، او د تاسیساتو نور اړین معیارونه پوره کړي دي کنه.
د اورګاډي لیکه شاوخوا ۲۶۰ کیلومتره اوږده ده او په یوه ساعت کې ۳۵۰ کیلومتره سرعت لري. دغه لیکه د لارې په اوږدو کې نهه سټیشنونه لري.
د یادونې وړ ده چې دغه کرښه بشپړه فعاله شي له هانګجو تر ونژو ښاره به د سفر موده تر یوه ساعته راټیټه شي.








