چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

عربي هېوادونه په غزه کې د اوربند او د فلسطیني دولت د رامنځته کېدو غوښتنه کوي

STR NEWS by STR NEWS
مې 18, 2024
3 0
0
عربي هېوادونه په غزه کې د اوربند او د فلسطیني دولت د رامنځته کېدو غوښتنه کوي
5
SHARES
20
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8377386.webm

بحرین/غزه-عرب غونډه/اسراییل

ای‌ډي: 8377386

نېټه: د مې 16/13، 2024

ځای: بحرین

موده: یو دقیقه او ۳۳ ثانیې

سرچینه: (CCTV) او(CGTN)

محدودیتونه:د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-05-18 08:00

وروستی سمون: 2024-05-18 15:18

ویډیويي صحنې

بحرین، منامه، – د مې 16، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د بحرین، عرب لیګ ګڼ بیرغونه

۲ـ د عرب لیګ د غړو هېوادونو بیرغونه

۳ـ د مطبوعاتي کنفرانس خونه، د عرب لیګ د غړو هېوادونو بیرغونه

بحرین، منامه – د مې 16، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۴- غږ (عربي) د الوطن نیوز بحرین مدیر عبدالله الهامي،  (په جزوی توګه د پېنځمې صحنې  سره تړل شوی  او له ۶ صحنې سره پای ته رسیدلی)

د عربي هیوادونو او اسراییلو ترمنځ په سوله ییزو اړیکو یقیناً اغېز لري، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې اسراییل د فلسطینیانو په وړاندې په خپله نسل وژنه ټینګار کوي. په بحرین کې سرمشریزه د فلسطین د ملاتړو په منځ کې د ملاتړ لپاره د بحرین ژمنه تاییدوي.

د غزې ښار، د غزې تړانګه – د می 13، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۵ـ مختلفې ویجاړې شوې ودانۍ، امبولانسونه حرکت کولو پر مهال

بحرین، منامه – د مې 16، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۶ـ بېلا بېل سړکونه، موټرې

بحرین، منامه – د می 16، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۷ـ غږ (عربي) د بحرین سیاسي شنونکی محمود المحمید (له اتت\مې صحنې پای ته رسیږي)

په غزه کې د تلفاتو شمیر د جګړې وروسته د پټې د مدیریت په پرتله ډیر مهم لومړیتوبونه ټاکي. اوس موږ اړتیا لرو چې د فلسطینیانو لپاره اړین امنیت او محافظت رامنځته کړو او د دوامداره مرستو جریان تضمین کړو.

د غزې ښار، د غزې تړانګه – د مې 13، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۸ـ له ساحې څخه ګڼ لوګي پورته کیږي، پیاده چلونکي

۹ـ خلک ژاړي

۱۰ـ یو تن سړی چې ټپي هلک لېږدوي، ګڼه ګوڼه

بشپړ خبر

هغه عربي هېوادونه چې له اسراييلو سره ډيپلوماتيکې اړيکې لري، د غزې په تړانګه کې د وحشيانه ويجاړتيا له امله د اسراييلو پر حکومت سختې نيوکې وکړې.

د روانو شخړو پایلې د اسراییلو لپاره د خپلو عربي ګاونډیو ترمنځ ارزښتناکه نېکمرغۍ ته زیان رسوي، کوم چې وېره لري چې د اسراییلو اقدامات به په پراخه سیمه ییزه جګړه کې زیاتوالی ومومي.

د راپورنو له مخې د عرب لیګ یا عرب هېواونو سیمه ییز سازمان ۳۳مه سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ د بحرین په پلازمېنه منامه کې پیل شوه چې د اجنډا په سر کې د غزې د کړکېچ په اړه د بېلابېلو سیمه ییزو مسلو په اړه بحث وشو.

په  ۲۰۰۲ کال کې، عرب لیګ وړاندیز کړی و چې که یو فلسطیني دولت رامنځته شي چې ختیځ بیت المقدس یې د پلازمېنې په توګه وي، په هغه صورت کې به دوی ټول عربي هېوادونه د اسراییلو سره عادي اړیکې جوړې کړي.

دغه راز په ۲۰۲۰ کال کې متحده عربي اماراتو، بحرین، مراکش او سوډان له اسراییلو سره رسمي اړیکې جوړې کړې چې د ابراهیم تړون په نوم یادېږي، دا تړونونه د اسراییلو او څو عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په موخه و.

په سیمه کې د رسنیو د استازو په وینا، د بحرین د ۳۳مې عرب سرمشریزې پرېکړه یو روښانه پیغام لري چې دوستانه عرب هېوادونه د اسراییلو سره صبر له لاسه ورکوي.

د بحرین د الوطن نیوز مشر مدیر عبدالله الهامي د چین د نړیوال ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، چې د اسراییلو سره دوستي کېدای شي په سوله ییزه توګه اغېزه وکړي، په ځانګړې توګه ځکه چې اسراییل د فلسطینیانو په نسل وژنې تورن دی. په بحرین کې دغه غونډه ښیي چې بحرین اوس هم د فلسطین او د هغه د ملګرو ملاتړ کوي.

بل خوا متحده عربي اماراتو د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو هغه وړاندیز رد کړ چې د غزې تر جګړې وروسته د جګړې په مدیریت کې مرسته ورسره کوي. ورته مهال  سعودي عربستان، مصر او اردن هم په دې غونډه کې ګډون رد کړی و.

د عرب ليګ ټولو ٢٢ غړو د روانې مياشتې په پيل کې په ملګرو ملتونو کې د بشپړ فلسطيني دولت په پلوۍ رايه ورکړه. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د څارونکي دولت په توګه د فلسطین حقوقو او امتیازاتو ته ارتقا ورکړه او له امنیت شورا یې وغوښتل چې د فلسطیني دولت ملاتړ وکړي.

اوس مهال عربي هېوادونو هم له سمدستي اوربند پرته د غزې د راتلونکي په اړه له خبرو کولو ډډه کړې او هلته یې فلسطینیانو ته د وړیا مرستو د رسولو خبره کړې ده.

په ورته مهال د بحرین د سیاسي چارو کارپوه محمود الحمید وویل، چې په غزه کې د تلفاتو شمېر د جګړې وروسته د پټې د مدیریت په پرتله ډېر مهم لومړیتوبونه ټاکي. اوس مهال موږ اړتیا لرو چې د فلسطینیانو لپاره اړین امنیت او محافظت رامنځته کړو او د مرستو دوامداره جریان تضمین کړو.

په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی اقتصاد او په نړۍ کې د تیلو لوړ تولید کوونکی سعودي عربستان د ابراهیم تړون سره د یوځای کېدو په درشل کې و، مګر د غزې جګړې د هغه احتمال پای ته ورساوه.

دغه راز سعودي عربستان ټینګار کړی، چې له اسراییلو سره د امریکا په مشرۍ د هر ډول خبرو بریالیتوب باید په غزه کې د جګړې له پای ته رسولو او د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره د یوې لارې نقشې او مهالوېش په اړه موافقه وشي.

حالات په داسې حال کې کړکېچن کېږي چې اسراییل مصر ته نږدې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د یوې لویې جګړې لپاره چمتووالی نیسي. په غزه کې جګړه د اسراییلو او نورو ډلو لکه په لبنان کې د حزب الله، په یمن کې د حوثیانو او همدارنګه د سوریې او ایران ترمنځ د نښتو لامل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې مصر، لومړنی عربي هېواد دی چې له اسراییلو سره یې د سولې تړون لاسلیک کړ، اوس له یهودي دولت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د کمولو په اړه له سره غور کېږي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved