د چین او روسیې ګډه اعلامیه
ای ډي: 8377212
نېټه: د مې 16، 2024
ځای: چین، بیجینګ،
موده: ۲۴ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-17 10:16
وروستی سمون: 2024-05-17 11:06
ویډیويي صحنې
چین، بیجینګ، – د مې 16، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د چین ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د غونډې خونې ته روان دي
۲ـ شي جين پينګ او پوتين ګډه اعلاميه لاسليک کړه
۳ـ شي، پوتین د اسنادو د تبادله کولو پر مهال، د لاسونه روغبړ کولو پر مهال
۴ـ د چین او روسیې ملي بیرغونه
بشپړ خبر
د چين ولسمشر شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت د نوي دور لپاره د چين او روسيې د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د پياوړتيا په اړه ګډه اعلاميه لاسليک کړه.
په اعلاميه کې دې ته اشاره شوې چې دواړه خواوې به د نوي دور لپاره د چين او روسيې د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د هراړخيز پرمختګ لپاره د مخکښ رول په لوبولو سره وده وکړي. دواړه خواوې به په بشپړه توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا تر لاسه شوې مهمې موافقې پلي کړي، او دغه راز به د لوړې کچې نږدې تبادلې ته دوام ورکړي، همدارنګه به د دولتي، محلي او غیر دولتي تبادلې میکانیزمونو اسانه عملیات یقیني کړي، او په فعاله توګه به د همکارۍ نوي چینلونه راوسپړي.
په یاده اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی، چې چين او روسيه د متقابلو ګټو لپاره په ډېرو برخو کې د همکارۍ ژورتيا ته ژمن دي. دوی پلان لري چې په ګډه کار وکړي څو بهرني ننګونې له منځه یوسي، د همکارۍ موثریت ښه کړي، او باثباته، لوړ کیفیت پراختیا ترلاسه کړي. دواړه خواوې لېواله دي چې په فعاله توګه د خلکو تر منځ همکارۍ پراخې کړي، او دې ته ورته همکاریو کچه لا نوره هم لوړه کړي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې چين او روسيه په دې باور دي چې ټول هېوادونه ګډ راتلونکی لري او بايد د بل پر امنیت ټینګښت اتکا ونه کړي. دوی د نړیوالو او سیمه ییزو امنیتي ننګونو په اړه اندیښمن دي او په دې باور دي چې په یوروشیا کې د ټولو لپاره د مساوي امنیت پر بنسټ یو عادلانه او تلپاتې امنیتي سیسټم رامنځته کول مهم دي.








