په ننګرهار ولایت کې د تورخم لپاره د سرپرست حکومت کميسار ویلي، چې د تورخم دروازه به له پاکستان سره د پياده تګ-راتګ په وړاندې په موقته توګه د ۳ ورځو لپاره تړلې وي. د مالوماتو له مخې د تورخم دروازه به د جمعې له ورځې نه تر راتلونکې يکشنبې پورې، په موقت ډول د مسافرو او مریضانو پر مخ تړلې وي. د سرپرست حکومت د کميسار په خبره، دغه سوداګریزه لار به د باور وړونکو موټرو چلوونکو پر مخ ۲۴ ساعته د دواړو خواوو پر مخ پرانیستې وي او په عادي ډول به تګ – راتګ کوي. د تورخم لارې د تړل کېدو لامل د پاکستان له لوري نویو ودانیو ته د زړو دفترونو انتقال شوی او پاکستاني چارواکو هم یاد خبر تایید کړی دی. د تورخم کمیسار له خلکو غوښتي چې په یادو ورځو کې دې پر دې لار پاکستان ته د تګ هڅه نه کوي.