روسیه/اوکرایین بحران/تازه
ایډي: 8376881
نېټه: د مې 14، 2024
ځای: روسیه؛ اوکراین
موده: یوه دقیقه او یوه ثانیه
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-15 11:35
وروستی سمون: 2024-05-15 13:09
ويډیويي صحنې
ځای نامعلوم ده – د مې په 14، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ ګڼ شمېر توپچيان د کار کولو پر مهال
۲ـ ګڼ پوځي بریدونه روان دي
روسیه، مسکو – دسمبر 2015 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ د روسیې د دفاع وزارت د ودانۍ بېلا بېلې صحنې، د روسیې ملي بیرغ
روسیه ،مسکو – مارچ 30، 2022 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د سینټ باسیل
روسیه، مسکو – 2021 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۵ـ ګڼ شمېر ترافیک
اوکراین، لیواو ښار، – د مارچ 12، 2022 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶. د اوکراین ملي بیرغ
اوکراین کیف، – 2018 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ د اوکراین د پارلمان بېلابېلې ودانۍ
اوکراین، کیف، – نېټه معلومه نه ده (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸ـ د ښار ګڼې برخې
بشپړ خبر
د سې شنبې په ورځ روسیې ادعا وکړه، چې د اوکراین په خارکوف سیمه کې یې د استوګنې نورې سیمې نیولې دي. خو اوکراین دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې ځواکونه یې په فعاله توګه د روسیې د بریدونو په وړاندې مقاومت کوي
په ورته وخت کې د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د دوی ځواکونو د خارکوف په دریو سیمو کې پر اوکرایني ځواکونو بریدونه کړي دي. دوی ادعا کړې چې د اوکراین د پوځ د څو بریدونو مخه یې نیولې او د اوکراین پوځیانو، وسلو او تجهیزاتو ته یې زیان اړولی دی
روسي ځواکونو همداراز ادعا کړې چې د اوکراین د پوځ له خوا د بې پیلوټه الوتکو د تولید او ذخیره کولو یو ورکشاپ هم ویجاړ کړی دی
دغه راز پوځ دا هم ویلي چې د دوی هوايي دفاعي سیسټم ۲۶ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلې او نهه “همر” نومي لارښود بمونه یې شنډ کړي دي
د روسیې دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، روسي پوځیانو له روسیې سره پولې ته څېرمه خارکوف ښار ته نېږدې د ووچانسک ښار شمالي او لوېدیځې برخې کنټرول ترلاسه کړی دوی وایي چې د ښار په یو شمېر کوڅو کې جګړه اوس هم روانه ده
بل خوا د اوکراین د دفاع وزارت دفاعي استخباراتو د سې شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وویل چې اوکرایني ځواکونو په خارکوف کې د روسیې د پوځي تجهیزاتو او وسلو د کشف او له منځه وړلو لپاره بې پیلوټه الوتکې کارولې چې په کې د روسیې زغروال موټرونه، د الوتکې ضد توغندیو سیسټمونه، توپخانې او مخابراتي تجهیزات شامل و
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین ځوابي بریدونه دوام لري او ټینګار یې وکړ چې د اوکراین پوځ د وضعیت د ثبات لپاره به لا نور کار کوي
د اوکراین د ملي خبري اژانس د راپور له مخې، زیلینسکي د سې شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د لیدنې په ترڅ کې، په خارکوف کې د پیټریوټ هوایي دفاعي سیسټمونو دوه سیټونو ته بیړنۍ اړتیا په ګوته کړه او د متحده ایالاتو څخه یې وغوښتل چې ژر تر ژره اوکراین ته پوځي مرستې ولېږي








