چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په غزه کې د فلسطیني وګړو د مړینې کچه له ۳۵۰۰۰ کسانو څخه واوښته

STR NEWS by STR NEWS
مې 13, 2024
3 0
0
په غزه کې د فلسطیني وګړو د مړینې کچه له ۳۵۰۰۰ کسانو څخه واوښته
5
SHARES
20
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8376573.webm

د غزې تړانګه – شخړه / مرګ ژوبله

ای ډي: 8376573

نېټه: د مې 12/6/1، 2024

ځای: نور

موده: یوه دقیقه او نهه دېرش ثانیې

سرچینه:  (CCTV) او (CGTN)

محدودیتونه: ویډيويي صحنې وګورئ

خپور شوی: 2024-05-13 06:45

وروستی سمون: 2024-05-13 06:49

ویډيويي صحنې

د غزې تړانګه، د رفح ښار، – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ د موټرونو، د خرو د ګاډو په واسطه د بې ځایه شویو بېلابېل ډولونه

۲ـ ګڼ بې ځایه شوي خلک د سړک په غاړه ناست دي

۳ـ  یوه نجلۍ کڅوړه په لاس کې نیولې ده

د غزې تړانګه، د رفح ښار، – د مې 6، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۴ـ اسراییلي ټانکونه د ونو تر شا یوځای کیدولو پر مهال

۵ـ د لوګي بېلا بېل ډولونه

د غزې تړانګه، د رفح ښار، – د مې 6، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۶ـ بې ځایه شوي خلک د تیښتې دمخه د سامانونو بسته کولو پر مهال

۷ـ بې ځایه شوي خلک په موټرو د سامانونه اچولو پر مهال

۸ـ بې ځایه شوي خلک د تیښتې دمخه د سامانونو بسته کولو پر مهال

د غزې تړانګه – د مې 1، 2024 (د چینايي وګړو لپاره نه ده / د پلور لپاره نه دی)

۹ـ ویجاړې شوې ودانۍ، فاضله اوبه

۱۰ـ بېلا بېلې  خیمې، اوسیدونکي، کثافات

۱۱ـ د اوبو د ترلاسه کولو په انتظار کې ګڼ شمېر خلک؛ ګڼ شمېر ماشومان په سطلونو ناست دي

۱۲ـ خېمې، فاضله مواد

د غزې تړانګه – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱۳- د ګڼې ګوڼې د روغتون په دهلیز کې د ناروغانو درملنې لپاره بېلابېل طبي کارکوونکي

بشپړ خبر

په غزه کې روغتیايي چارواکو د یکشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په روانو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۵ زرو واوښت

په راپور کې ویل شوي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو پوځ ۶۳ فلسطینیان وژلي او ۱۱۴ نور یې ټپیان کړي دي، چې په دې سره د تېر اکټوبر له میاشتې راهیسې د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ د جګړې له وروستي پړاو راهیسې د وژل شویو شمېر ۳۵۰۰۰ او د ټپیانو شمېر ۷۸۷۵۵ ته رسېدلی دی

دغه راز راپور یادونه کړې چې یو شمېر قربانیان لاهم د خاورو لاندې دي او امبولانس او د ملکي دفاع عملې نشي کولی دوی ته رسيدګي وکړي

همدا شان د یکشنبې په ورځ په نېږدې ختیځ کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې (UNRWA) یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل چې په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان د غزې له رفح ښاره تښتېدلي دي

د اسراییلو حکومت د اجباري وتلو چارې ته دوام ورکوي، او د رفح خلک تېښتې ته اړ کوي ځکه چې دوی د خپلو نظامي عملیاتو ګړندي کولو ته تیاری نیسي. د غزې ډېری اوسېدونکي لا دمخه څو ځلې بې ځایه شوي دي، دغه راز ځینې کورنۍ باید په میاشتنۍ توګه د خپلې  اوسېدو سیمې پرېږدي. د خان یونس ښار په څېر د غزې سویلي ښارونو ته په رسېدو سره، دوی وموندل چې د نظامي عملیاتو په جریان کې ځایي پناه‌ځایونه ویجاړ شوي او دوی خوندي ځایونه نلري

د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې (UNRWA)  لخوا په بیان کې ټینګار شوی چې د “خوندي زون” په اړه د اسراییلو د پوځ ادعا ناسمه او ګمراه کوونکې ده

د یادونې وړ ده چې له یو میلیون څخه ډېر بې ځایه شوي فلسطینیان په رفح کې د پناه په لټه کې دي، چېرې چې د اړتیا وړ توکو لکه اوبو، خوراکي توکو او طبي پاملرنې کمبود له امله سخت بشري بحران رامنځته شوی. اوس مهال  ښار د نوي راتلونکي بحران په څنډه کې دی

بل خوا د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د غزې د جنوبي ښار رفح په ګډون په مختلفو ځایونو کې په لسګونو پوځي تاسیساتو باندې هوايي بریدونه کړي چې د فلسطیني وسله والو ډلو پورې اړه لري

دغه ځواکونو  دا هم ویلي چې په دې وروستیو اونیو کې، د حماس وسله والو د غزې په شمال کې د جبالیا په سیمه کې بیا ځای پرځای شوي، چې په دې سیمه کې د اسراییلو لخوا نوي پوځي عملیات هڅوي

په ورته وخت کې د راپورونو له مخې فلسطيني وسله والو ډلو له اسرائيلو سره نښتو ته دوام ورکړی او په همدې ورځ يې د رفح ښار په شمول په جنوبي سيمو د اسرائيلو پر لور راکټي بريدونه پيل کړل

د یادولو وړ ده چې د اسراییلو وروستي اقدامات او کړنې په لوېدیځ کې د ناخوښۍ لامل شوې دي

دغه راز د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، که اسرائیل د رفح په نوم پوځي عملیات پیل کړي، امریکا به ورته وسلې نه ورکوي

د بایډن ادارې د تېرې جمعې په ورځ وویل، داسې کره شواهد شته چې ښيي اسراییل د ملکي وګړو د ساتنې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي

په ورته مهال د اروپايي کمیسیون مشر چارلس میشل هم له اسراییلو غوښتي چې په رفح ښار کې دې پوځي عملیات ونه کړي. میشل د شنبې په ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي: په رفح کې ناامنه سیمو ته د ملکي وګړو د ایستلو امرونه د منلو وړ نه دي

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز د شنبې په ورځ وویل چې که اسراییل دا کار وکړي، په رفح باندې ځمکنی برید به غیر مسؤلانه وي او د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې سبب به شي. د جرمني مشر په یوه ویب پاڼه کې ویلي چې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې په دې اړه خپل نظر شریک کړی دی

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved