د روغتیا د نړیوال سازمان مشر په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شویو سیمو ته د اساسي درملو او روغتیایي وسایلو د مرستې خبر ورکوي. تیدروس ادهانوم ګیبریسوس نن خپله ټویټر لیکلي چې د افغانستان په شمال کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله چې په نتیجه کې یې له ۳۰۰ زیات کسان مړه او ډېر کورونه او روغتیایي مرکزونه یې ویجاړ کړي، ورانیو ته د رسېدو په ترڅ کې د خپلو شریکانو پر مټ ۱۷ ګرځنده روغتیایي ټیمونه استولي دي.