په کابل کې د جاپان سفارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې جاپان افغان محصلینو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه بورسونه اعلان کړي دي. د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بورسونه د جاپان د پوهنې، کلتور، ساینس او ټکنالوژۍ وزارت له خوا د ۲۰۲۵ کال لپاره په پام کې نیول شوي دي. په خبر پاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې افغان محصلینو ته به څومره بورسونه ورکړل شي، خو دغه سفارت ویلي چې د اغا خان بنسټ په مرسته به د محصلینو د ټاکلو پروسه پرمخ بیايي. د مونبوکاگاکو بورسونه، چې هر کال په جاپان کې د زدکړې لیوالو زدکوونکو ته اعلانیږي، په دې هېواد کې خورا مهم تعلیمي فرصت دی. دا بورسونه په ساینسي او ټولنیزو علومو کې د مطالعې ډیری برخې لري.