د روان هجري- لمریز کال له پیله تر اوسه د هېواد د اوسپنې له څلورو پټلیو نږدې ۵۰۰ زره ټُنه سوداګریز توکي صادر او راوارد شوي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین ټینګار کوي چې هڅه کوي د اوسپنې پټلۍ په جوړولو سره له دغو لارو د راکړې ورکړې کچه زیاته کړي او دمګړۍ ډېر لېږد را لېږد د حیرتان، روزنک، تورغنډۍ او آقینې د اوسپنې پټلۍ له لارو کېږي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د اوسپنې پټلۍ له لارې راکړه ورکړه په لنډ وخت او کم لګښت سره ترسره کېږي. بل لور ته د کانونو او صنایعو خونه په دې باور ده چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړتیا ده چې د اوسپنې پټلۍ په جوړولو کې لا ډېره پانګونه وشي. د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۳۰ کیلو متره د اوسپنې پټلۍ فعاله ده او هره ورځ له دې لارو هېواد ته بېلابېل توکي را لېږدول کېږي.