د میدان وردګو ولایتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته د ځاني زیان سربېره، درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي. د یاد ولایت مرکز میدانښار کې د ولایتي ادارې او موسسو له لوري له زیانمنو شویو کورنیو سره د بېړنۍ مرستې په موخه جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست رییس فیضالله جلالي وویل، اورښتونو په مرکز میدانښار، جلرېز، نرخ، چک، دایمیرداد او سیداباد ولسوالیو کې د سرځان سربېره، درانه مالي زیانونه ورته اوښتي دي. جلالي زیاته کړه، د اورښتونو او سېلابونو له امله ۱۵کسان ته مرګژوبله اوښتې، لسګونه هستوګنیز کورونه نړېدلي، ۶۰ لوي او واړه څاروي لهمنځه تللي او شاوخوا ۴۰۰جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه تللي دي.