د میدان وردګو ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار سربېره، په ۳ولسوالیو کې د پوهنې برخې ۴ پروژو چارې پیل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه پروژې په مرکز میدان ښار، جلریز، نرخ او مرکزبهسود ولسوالیو کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په کې د څلورو ښوونځیو احاطوي دېوالونو جوړول، د څاګانو کېندل او تشنابونو رغول شامل دي. د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې یادې پروژې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ پلې کېږي چې په بشپړېدو سره به یې په دغو ښوونځیو کې شته ستونزې تر یوه بریده حل شي.