د روسیې د بري ورځ نندارتون/وروستی تمرین
ایډي : 8375472
نېټه: د مې 5، 2024
ځای: روسیه، مسکو
موده: یوه دقیقه او شل ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-06 13:24
وروستی سمون: 2024-06-05 13:28
ویډیويي صحنې
مسکو، روسیه – د می 5، 2024 (CCTV)د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د بریا د ورځې نظامي نندارتون لپاره بېلابېل وروستني تمرینات روان دي؛ عسکر تمرین کولو پر مهال، بېرغونه د وړلو په حال کې
۲ـ نظامي افسران له حرکت موټرو څخه سلامي کولو پر مهال
۳ـ د پوځي وسایطو بېلابېل نندارتون جوړښت، عسکر
۴ـ له هوا څخه د بېلابېلو نندارتونونه صحنې، چې روان دي
بشپړ خبر
د روان کال د بري د ورځې د پوځي رسم ګذشت وروستي تمرینات د یکشنبې په ورځ د مسکو په سره چوک کې ترسره شول.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په وینا، څه باندې ۹۰۰۰ پوځيان او ۷۰ پوځي تجهیزات به د ۱۹۴۱ څخه تر ۱۹۴۵ کلونو په لویه جګړه کې د شوروي اتحاد د بریا د ۷۹ مې کلیزې د نمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړي.
تمرین په بشپړ ډول د رسمي رسم ګذشت د طرزالعمل سره سم ترسره شو چې د بریا په ورځ به په سره نومي چوک کې ترسره کېږي.
دغه راز د پلیو ځواکونو د جوړښت په تمرین کې د روسیې د اردو د ټولو څانګو ټیمونه، د افسرانو اکاډمۍ، ښځینه سرتېرې او نور نظامي پرسونل هم شامل وو.
د تمرین په جریان کې ټانکونه، د توغندیو سیسټم، د اېس ۴۰۰ هوایي دفاع توغندیو سیسټمونه، بالستیک توغندي او نورې وسلې او تجهیزات نندارې ته وړاندې شول.
د یادولو وړ ده چې د ۱۹۴۵ کال د جون د میاشتې په ۲۴ مه نېټه شوروي اتحاد په ریډ سکویر یا سره چوک کې د نازي آلمان پر وړاندې د سترې وطنپالنې په جګړه کې د بریا د نمانځنې په موخه خپل لومړني پوځي رسم ګذشت ترسره کړ چې د دویمې نړیوالې جګړې یوه نه بېلېدونکې برخه وه.
د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، روسيې له ۱۹۹۵ کال راهيسې هر کال د مې په نهمه نېټه پوځي (پرېډ)رسم ګذشت او يو لړ جشنونه تر سره کړي، چې پر نازي جرمني د بري د يادونې لپاره يې نمانځي.








