د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېر کال کې د حیرتان بندر له لارې په صادراتو کې ۹ سلنه کموالی راغلی دی. سوداګر د دغه بندر له لارې د صادراتو کمښت ستر لامل د حیرتان په ګومرک کې ګڼې څانګې یادوي. خو د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست د دغې ستونزې د لرې کولو په موخه د حیرتان بندر په ګومرک کې د یوې خونې له جوړولو خبر ورکوي. له منځنۍ اسیا سره د افغانستان اتیا سلنه سوداګري د حیرتان د وسپنې پټلۍ له لارې ترسره کیږي، چې له دې لارې تر ډيره خوراکي توکي او سون توکي افغانستانه ته واردېږي.