چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د هایټي هېواد کاروباریان: په سرحدي بازار کې د ډوډۍ ګټل ګران دي

STR NEWS by STR NEWS
مې 3, 2024
4 0
0
د هایټي هېواد کاروباریان: په سرحدي بازار کې د ډوډۍ ګټل ګران دي
6
SHARES
22
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8375084.webm

د ډومینیکن جمهوریت – هایټي پلورونکي

ای‌ډي : 8375084

نېټه: د اپرېل 28/29، 2024

ځای: ډومینیکن جمهوریت

موده: یوه دقیقه او یوه ثانيه

سرچینه: (CCTV)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-05-03 20:00

وروستی سمون: 2024-05-03 00:06

ویډیويي صحنې

ډومینیکن جمهوریت دجابون – د اپریل 29، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

1ـ د سرحدي پول د دروازې د پرانیستلو بېلا بېلې صحنې

۲ـ د هایټي وګړو بېلا بېل تګ راتګ، توکي د لېږدولو پر مهال

۳ـ غږ (هایتی کریول) هایټي هېواد پلورونکی الفریډو بیجاران، (په جزوي توګه د څلورمې صحنې سره تړل شوی)

په لومړي کال کې خرڅلاو دومره خراب نه و، خو اوس وضعیت خراب شوی دی. زه یوازې د یوې کورنۍ سره مرسته کولای شم. هغه پیسې چې زه یې ترلاسه کوم یوازې د سوداګرۍ د دوام لپاره بسیا ده.”

صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي

۴ـ په سرحدي بازار کې بېلا بېل پلورونکي

صحنې په غږ باندې پوښل شوې دي

۵ـ غږ(هایتی کریول) د هایټي سبزیجاتو پلورونکی یولانډا، (بشپړ نوم ندی ورکړل شوی) (د شپږمې صحنې   سره پای ته رسیږي)

زه د سهار په پنځو بجو پاڅیږم، لومړی ماشومان ښوونځي ته رسوم، بیا بازار ته ځم، خو کله کله کاروبار دومره خراب وي، چې خرڅلاو نه شم کولای، نو له همدې امله مې ډېرې پیسې له لاسه ورکړې دي.

۶ـ په سرحدي بازار کې بېلا بېل پلورونکي

ډومینیکن جمهوریت ،دجابون، – د اپریل 28، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۷ـ خلک د موټر څخه لیدل کېږي کوڅې، کورونه،

بشپړ خبر

په هایټي هېواد کې د یو تعداد ډلو تر منځ مخ په زیاتېدونکی تاوتریخوالی او خراب شوی بشري وضعیت کې  د هېواد عادي کاروباریانو لپاره دا ستونزمنه چاره ده چې ګاونډ ډومېنکن جمهوریت ته لاړ شي څو خپل محصولات وپلوري.

دغه راز په هایټي هېواد کې د ضعیف تولیدي ظرفیت او د اړینو توکو سخت کمښت له امله، ډېری خلک د اړینو توکو ترلاسه کولو او سوداګرۍ لپاره د ډومېنکن جمهوریت ته ځي، یوازینی هېواد چې هایټي ورسره ګډه پوله لري.

د یادولو وړ ده چې په هایټي هېواد کې د خراب امنیتي وضعیت له کبله د ترانسپورت عادي فعالیت ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې سوداګرۍ باندې بده اغېزه کړې.

په پوله کې تر ټولو لوی سوداګریز بازار، چې د ډومېنکن جمهوریت په دجابون ولایت کې موقعیت لري، په اونۍ کې څلور ورځې فعالیت کوي. کله چې د سرحدي پولې دروازه هره ورځ د سهار په اتو بجو پرانیستل شي، د هایټي هېواد اوسېدونکي  یاد بازار ته ورځي څو خپل پلورځي پرانیزي او توکي وپلوري.

په هایټي هېواد کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي او د کورني ټرانسپورټ د ګډوډۍ له امله، یوازې د ډومېنکن جمهوریت پولې ته نږدې ښارونه سوداګریز فعالیتونه ترسره کولی شی.

یو پلورونکی الفریډو بیجاران وویل: زه کولای شم یوازې د یوې کورنۍ سره مرسته وکړم. هغه پیسې چې زه یې لرم یوازې د سوداګرۍ د دوام لپاره راته کفایت کولای شي.”

نوموړی وایي په لومړي کال کې یې خرڅلاو دومره خراب نه و، مګر اوس وضعیت خراب شوی دی هغه نشي کولی دومره پیسې وګټي چې د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړي یا خپله سوداګري پرمخ بوځي.

د هایټي سبزیجاتو  یو بل تن پلورونکي یولانډا وايي سهار پنځه بجې پاڅېږم. لومړی زه ماشومان ښوونځي تهه چمتو کوم، بیا بازار ته ځم. مګر ځینې وختونه سوداګري دومره خرابه وي چې زه نشم کولی پلور وکړم، نو زه په همدې وجه ډېرې پیسې له لاسه ورکوم.

ډېری پلورونکي په دجابون ښار کې د شپې لخوا پر پاتې کېدو غوره کوي څو وکولای شي په ولایت کې په عمده پلور کې تازه توکي ترلاسه کړي یا په بازار کې مناسب ځای ومومي. د دې لپاره، دوی باید هره شپه شاوخوا دوه ډالر ورکړي او د لسو او یا شلو کسانو سره په ګډه یوه اتاق کرایه کړي. بیا هم ډېری خلک باید په سړکونو ویده شي ځکه چې دوی حتی دا لږ لګښت هم نشي پوره کولی.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved