د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د نږدې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو او پرانیستلو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د ناروې د شاهي دولت په مالي ملاتړ او د دارت دفتر له لوري د ۱۱.۹۶ میلیونه افغانیو په لګښت د تورت کل په نامه یو ښوونځی په اساسي توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د مالوماتو له مخې یاد ښوونځی ۶ درسي خونې، مجهزلابراتوار، احاطوي دېوال، د ساتونکو خونه، په فرنیچرسمبال اداري خونې، د اوبوڅاه ، د لوبو میدان او ورته نورې اسانتیاوې لري.