روسیه/اوکراین-کړکېچ/تازه
ایډي: 8374960
نېټه: د مې 02/05/2024 20:20
ځای: روسیه؛ اوکراین
موده: دوه دقیقې او اته ویشت ثانیې
سرچینه: (CCTV) او (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-05-02 20:20
وروستی سمون: 2024-02-01 20:24
ویډیويي صحنې
ځای نامعلوم – د می په 1، 2024 خپور شو (د روسیې د دفاع وزارت) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د مختلفو الوتکو الوتنه، د توغندیو ویشتل، پیلوټان په کاک پیټ کې، په ځمکه کې هدف په نښه کول، د الوتکې ښکته کیدل، الوتکه حرکت کولو پر مهال
۲ـ د ځمکنیو نظامي وسایطو لخوا بېلا بېل توغندي توغول کیږي
۳ـ مختلف توغندي چې له الوتکې څخه توغول کیږي، پیلوټ
۴ـ د ځمکنیو پوځي وسایطو، سرتیرو لخوا د توغندیو بیلابیل ډولونه
۵ـ له هوا څخه په نښه شوي هدفونو، صحنې
روسیه، مسکو، – دسمبر 2015 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶ـ د روسیې د دفاع وزارت ودانۍ، د روسیې ملي بیرغ
مسکو، روسیه – مارچ 30، 2022 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ سینټ باسیل
اوکراین لیوای ښار – مارچ 12، 2022 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸ـ د ودانۍ په سر د اوکراین ملي بیرغ
اوکراین کیف، – 2018 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹ـ د اوکراین د پارلمان بېلابېلې ودانۍ
بشپړ خبر
دواړو روسیې او اوکراین پرون چهارشنبه ادعا وکړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د یو بل پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د روسیې وسله والو ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې ښه موقعیتونه نیولي، او د اوکراین څو پوځي بریدونه یې په شا تمبولي او د زغره والو موټرو، توپخانې سیسټمونو او برقي جنګي سټیشنونو په ګډون یې د اوکراین اهداف په نښه کړي دي.
په همدې حال کې د اوکراين د وسله والو ځواکونو لوی درستيز په همدې ورځ خبر ورکړ چې د اوکراين ځواکونو له روسي ځواکونو سره د اوديويکا ښار په څېر په شاوخوا سلو جګړو کې د روسي ځواکونو د کومانډو پوستو او د بې پيلوټه الوتکو د ځمکني کنټرول نقطو په شمول د روسيې په هدفونو بريدونه کړي دي.
دغه راز د اوکراین په اودیسا ښار کې چارواکو د چهارشنبې په شپه وویل چې د روسیې وسله والو ځواکونو پر ښار د بالستیک توغندیو بریدونه کړي چې په یوه نښه شوي ځای کې د اور لګېدنې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۳ تنه ټپیان شوي هم دي. روسیې تر اوسه د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
بل خوا د رویټرز خبري اژاس په وینا، روسي چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې اوکراین د متحده ایالاتو د پوځ د تاکتیکي توغندیو سیسټمونو (ATACMS) سره په کریمیه برید کړی و. د کریمیې مشر سرګي اکسینوف تایید کړه چې تاکتیکي توغندیو سیسټمونو (ATACMS) د کریمیې په ټاپو وزمه کې ویشتل شوي. په همدې ورځ، د روسیې خبري اژانس تاسTASS راپور ورکړ چې په کریمیه کې د توغندیو له ویشتلو وروسته ناچاوده توکي وموندل شول.
په ورته وخت کې د چهارشنبې په ورځ، د روسیې خبري اژانس سپوتنیک هم راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا کې د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د تاکتیکي توغندیو سیسټمونو (ATACMS) د ویشتلو په اړه د روسیې ادعا رد کړه. خو هغه د خپلې وینا د تایید لپاره کوم ثبوت وړاندې نه کړ.
د تېرې سې شنبې په ورځ، اوکرایني رسنیو راپور ورکړ چې اوکرایني ځواکونو د تاکتیکي توغندیو سیسټمونو (ATACMS) په مرسته نن سهار په کریمیه کې په پراخه کچه بریدونه وکړل. دغه راز د جرمني رسنیو د یوه راپور له مخې، چې اوکرایني الوتکو په کریمیه کې د روسیې پوځي اډې هم په نښه کړې دي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره چهارشنبه په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې تایید کړه چې امریکا اوکراین ته د اوږده واټن تاکتیکي توغندي چې په اپرېل کې یې استولي، ور رسېدلي دي.








