چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۴۴۵۴ کسانو ته رسېدلی

STR NEWS by STR NEWS
مې 1, 2024
5 0
0
په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۴۴۵۴ کسانو ته رسېدلی
7
SHARES
28
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8374558.mp4

د غزې تړانګه – شخړه، مرګ ژوبله

ای‌ډي: 8374558

نېټه: د اپریل 28، 2024

ځای: نور ځایونه

موده: یوه دقیقه او دوه څلوېښت ثانيې

سرچینه: (CCTV) او (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 30-04-2024 02:19

وروستی سمون: 30-04-2024 05:52

ویډیويي صحنې

د غزې تړانګه – وروستی (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱ـ ګڼ شمېر ویجاړې شوې ودانۍ، کثافات، په سړک کې اوسېدونکي

۲ـ  فلسطیني اوسېدونکي د کنډوالو په منځ کې ناست دي

۳ـ د کثافاتو د راټولولو  بېلا بېلې چارې، اوسېدونکي

۴ـ ویجاړه شوې ودانۍ، کثافات، په سړک کې اوسېدونکي

۵ـ په روغتون کې ګڼ ټپیان

۶ـ بېلا بېلې خېمې، بې ځایه شوي خلک

۷ـ په کوڅو کې بېلا بېل پیاده تګ او راتګ، مارکیټ

بشپړ خبر

د حماس ډلې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۴۴۵۴ تنو ته رسېدلی دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اسراییلو پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ فلسطینیان وژلي او ۱۳۸ نور یې ټپیان کړي دي، چې له دې سره د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو شمېر ۳۴۴۵۴ او د ټپیانو شمېر ۷۷۵۷۵ ته رسېدلی دی.

د ګڼو فلسطیني رسنیو د راپور له مخې، اسراییلو د یکشنبې له شپې څخه تر دوشنبې سهار پورې د غزې په جنوبي ښار رفح باندې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د یادولو وړ ده چې دا بریدونه په قاهره کې د حماس د مشرانو او مصري منځګړو ترمنځ د اوربند د خبرو له نوي پړاو مخکې په داسې حال کې شوي چې د دوشنبې په ورځ د حماس یو پلاوی قاهرې ته ځي.

د غزې د جګړې له پیله تر ۲۰۰ زیاتې ورځې تېرې شوې دي چې په دې سره د اسراییلو بریدونو زېربناوو ته ډله ییز زیان او په سیمه کې یو جدي بشري ناورین رامنځته کړی دی.

په ورته وخت کې د فلسطین د ټرانسپورټ او مخابراتو وزیر طارق ضُراب د یکشنبې په ورځ د لوېدیځې غاړې په رام الله ښار کې د فلسطیني دولت په یوه غونډه کې د راپور ورکولو پر مهال اټکل وکړ چې د غزې د ټرانسپورټ او مخابراتو په برخو کې د روان کړکېچ له امله زیانونه له درې میلیاردو ډالرو څخه اوښتي دي.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه
سپورت

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې روسیې ته ماته ورکړه

مارچ 18, 2026
شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې
وروستی خبرونه

شاهین: پاکستان ډيپلوماسۍ پرېښې او پوځي لاره یې نیولې

مارچ 18, 2026
پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي
وروستی خبرونه

پنجشېر کې د اوبو رسولو ۸ شبکې جوړیږي

مارچ 18, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved