د قزاقستان ولسمشر/د چین دفاع وزیر
ایډي: 8374153
نېټه: د اپرېل 25، 2024
ځای: قزاقستان
موده: ۳۶ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره ده
خپور شوی: 26-04-2024 04:03
وروستی سمون: 2024-04-26 04:05
ویډیويي صحنې
قزاقستان استانه – د اپرېل 25، 2024 (CCTV ) د چینايي وګړو لپاره ده
۱ـ د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د چین د دفاع وزیر دونګ جون سره روغبړ کولو پر مهال
۲ـ د دونګ او توکایف تر منځ بېلا بېلې غونډې روانې دي
۳ـ د ښه راغلاست مراسم روان دی
۴ـ دونګ، د قزاقستان د دفاع وزیر روسلان ژاکسیلیکوف، د روغبړ پرمهال
۵ـ د ویاړ ساتونکي
۶ـ د دونګ، ژاکسیلیکوف ترمنځ غونډه روانه ده
بشپړ خبر
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د پنجشنبې په ورځ په پلازمېنه استانه کې د چین له دفاع وزیر دونګ جون سره وکتل.
په یاده لیدنه کې توکايف وويل، د قزاقستان او چين همکارۍ په پرله پسې توګه ژورې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ټينګه شوې ده.
هغه دغه راز وویل، قزاقستان به له چين سره په ګډه د ستراتيژيکو اړيکو او همغږۍ د پياوړتيا، له خطرونو او ننګونو سره د مقابلې او د نړيوالې او سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کار وکړي.
په غونډه کي د چین د دفاع وزیر دونګ وويل چين غواړي له قزاقستان سره ستراتيژيکه همغږي پياوړې کړي، د يو بل د اساسي ګټو او مهمو اندېښنو ملاتړ وکړي، ملي امنيت ټينګ وساتي او د سيمه ييزو مسايلو د سياسي حل لپاره رغنده رول ولوبوي.
په همدې ورځ د قزاقستان د دفاع وزير روسلان ژاکسيليکوف د دونګ د هرکلي مراسم تر سره کړل او د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د عملي همکارۍ او نورو مسايلو په اړه ژور بحثونه وشول.








