قطر – د حماس دفتر / قیاس
ایډي: 8373758
نېټه: د اپرېل 23، 2024
ځای: قطر؛
موده: ۴۵ ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 24-04-2024 05:35
وروستی سمون: 2024-04-24 05:39
ویډیویي صحنې
دوحه، قطر – د اپرېل 23، 2024 د چینایي وګړو لپاره نه ده CCTV –
۱-د قطر د بهرنیو چارو وزارت، ویاند ماجد الانصاري په مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کوي
دوحه، قطر – نېټه معلومه نه ده CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۲- د قطر د ملي بیرغ مختلفې ساحې
دوحه، قطر – 2017 CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۳- د ښار مختلفې برخې
دوحه، قطر – د مارچ 4، 2023 CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۴- د ښار منظره
قطر – 2022 CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۵-د ودانیو مختلف، ترافیک
بشپړ خبر
د قطر هېواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماجد الانصاري د سه شنبې په ورځ وویل، په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر تړل په داسې حال کې چې د فلسطین او اسراییلو په شخړه کې د قطر د منځګړیتوب هڅې روانې دي، هېڅ توجیه وړ اقدام نه دی.
ویاند د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، تر هغې چې روان کړکېچ ته منځګړیتوب روان وي په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر شتون یوه ګټوره چاره ده او یاد دفتر به په دوحه کې فعال وي.
د انصاري په وینا، د غزې په تړانګه کې د اوربند خبرو اترو په تړاو د اسراییلو او متحده ایالاتو پلاوي دا مهال په دوحه کې نشته او نه یې هم هلته اړوند خبرې اترې کړې دي.
د وال سټریټ ژورنال د یوې وروستۍ مقالې په حواله، د حماس سیاسي مشرتابه په قطر کې له خپل اوسني ځای ځایګي څخه د وتلو په لټه کې دی.
خو د یکشنبې په ورځ د اسراییلو ورځپاڼې هارتز راپور ورکړ چې د حماس دوو لوړ پوړو چارواکو دغه پلان رد کړی.
د یادونې وړ ده چې حماس له ۲۰۱۲م کال راهیسې په دوحه کې سیاسي دفتر لري.








