د فاریاب ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو وایي، چې د یاد ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د نږدې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځي جوړ شوی دی. د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې دغه ښوونځی د ناروې شاهي دولت اړوند دارت موسسې له لوري د ۱۵.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د شیرین تګاب ولسوالۍ په عطاخان خواجه سیمه کې په عصري او مجهز سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.د مالوماتو له مخې دغه ښوونځی ۶ درسي خونې، احاطوي دېوال، د ساتونکي خونه، په سولري سیستم سمبال د اوبو څاه، ټولګیو کې مېز او څوکۍ او دغه نور د اړتیا وړ لازم امکانات لري.