د منځني ختیځ بېلابېلې شخړې/امریکا
ایډي: 8373509
نېټه: د اپریل 18/22، 2024
ځای: مختلف
کټګورۍ: شخړې، جګړه او سوله
موده: یوه دقیقه او ۳۲ ثانیې
سرچینه: (CCTV)، (CGTN)
محدودیتونه: ویډیویي صحنې وګورئ
خپور شوی: 22-04-2024 17:12
وروستی سمون: 22-04-2024 17:38:58
ویډیویي صحنې
بیجینګ، چین – د اپریل 22، 2024 (CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱-د منځني ختیځ د کړکېچ تر شا د متحده ایالاتو د رول په اړه د متحده ایالاتو رسنیو د راپورونو مختلف سکرین شاټونه
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – نېټه نامعلومه CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۲- د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر
۳- د ملګرو ملتونو بیرغ
۴- د ملګرو ملتونو نښان
د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر، نیویارک ښار – د اپریل 18، 2024
۵- د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مختلفې رایې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب په اړه
واشنګټن ډي سي، متحده ایالات – نېټه نامعلومه (CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۶- د سپینې ماڼۍ څو صحنې
واشنګټن ډي سي، متحده ایالات – نېټه نامعلومه (CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۷- د متحده ایالاتو د ملي بیرغ بېلابېل ډولونه، کیپیټل هیل
فایل: تل ابیب، اسراییل – جون، 2021 (CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۸- د اسراییلو ملي بیرغ
فایل: سیډروټ، اسراییل – د می 16، 2021 (CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۹-د کوڅې صحنه
کیبټز بیري، اسراییل – نېټه نامعلومه (CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱۰- د اسراییلو ملي بیرغ
۱۱-ټانک
۱۲-د ټانک حرکت
فایل: بیت لحم، فلسطین – د نومبر 14، 2019 (CCTV – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱۳- د فلسطین ملي بیرغ
د رام الله او البریح واليت، فلسطین – وروستی (CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱۴-مختلفې ودانۍ، ترافیک، پیاده تګ؛ د فلسطین ملي بیرغ
بشپړ خبر
د متحده ایالاتو یو شمېر رسنیو د فلسطین او اسراییلو د شخړې د ریښو په اړه د متحده ایالاتو مداخلې ته اشاره کړې.
د پنجشنبې په ورځ، امریکا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب لپاره یاده غوښتنه ویټو کړه. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۱۵ کسیزې شورا د ۱۹۳ غړو په وړاندې د یوه پرېکړه لیک مسودې ته رایه ورکړه چې “د فلسطین دولت دې د ملګرو ملتونو غړیتوب ته شامل شي.”
د پرېکړه لیک مسودې ته ۱۲ موافقې او یوه مخالفه رایه ورکړل شوه او همدارنګه د شورا دوه نور غړي حاضر نه و څو رایه وکاروي.
له رايې ورکولو وروسته، په ملګرو ملتونو کې د امريکا د دايمي استازي مرستيال رابرټ ووډ وويل، چې امريکا د دوو دولتونو د حل ملاتړ ته دوام ورکوي، او دا رايه “د فلسطيني دولت مخالفت نه څرګندوي”.
امریکا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسراییلو په اړه د انتقادي پرېکړه لیکونو د ویټو کولو اوږد تاریخ لري.
د نړیوالو چارو په اړه د شیکاګو د شورا د راپور له مخې، امریکا په لومړي ځل په ۱۹۷۲ کال کې د اسراییلو د ملاتړ لپاره خپل ویټو واک وکاراوه هغه وخت کله چې امریکا یو پرېکړه لیک رد کړ چې د لبنان او اسراییلو د شخړې اوربند یې غوښتی و.
د ۲۰۲۳ کال د دسمبر تر ۱۸مې پورې، امریکا له ۱۹۴۵م کال راهیسې د امنیت شورا ۸۹ پرېکړه لیکونه ویټو کړي دي، چې ۴۵ یې د اسراییلو په اړه و. په راپور کې ویل شوي، د ویټو شویو پرېکړه لیکونو له جملې څخه ۳۳ یې د فلسطیني سیمو د اسرائیلو د اشغال او یا له فلسطینیانو سره د دغه هېواد د چلند په اړه دي.
د فارن پالیسي مجله کې راغلي چې امریکا د فلسطین او اسرائیلو د روانې شخړې اصلي لامل دی.
په مقاله کې راغلي، امریکا له ۱۹۹۱ کال راهیسې چې دغه هېواد د سیمې په چارو کې د یوه بهرني ځواک په توګه راڅرګند شو، په منځني ختیځ کې د یوه سیمه ییز نظم د رامنځته کولو په هڅه کې دی چې په منځني ختیځ کې یې د خپلو ګټو لپاره خدمت وکړي.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د اسراییلو په ګټه د رایو سربېره، امریکا اسراییلو ته د پام وړ پوځي مرستې هم ورکوي.
د شنبې په ورځ، د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو مرستو یو لړ طرحې تصویب کړې چې د اوکراین، اسراییل او په هند-بحرالکاهل کې د متحدینو لپاره د ۹۵ میلیارد ډالرو په ارزښت دي، چې ۲۶ میلیارد امریکایي ډالر اسراییلو ته پکې ځانګړي شوي دي.
د نورو هېوادونو په وړاندې د اسراییلو سره د خپلو اقداماتو په ترڅ کې، متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د ایران په وړاندې نوي بندیزونه اعلان کړل چې د تهران د ډرون پروګرام، د فولادو صنعت او د موټرو شرکت په نښه کوي، د متحده ایاالتو ولسمشر جوبایډن وویل چې موخه یې د اسراییلو خلاف د ایران د وروستي برید “مسؤولیت” دی. دا برید په دمشق کې د ایران پر سفارت د اسراییلو د مرګوني برید په غبرګون کې شوی دی.
په فارن پالیسي کې د یوې بلې مقالې له مخې، امریکا له تېرو څو لسیزو راهیسې له اسراییلو «غیر مشروط ملاتړ» کوي، چې د وخت په تېرېدو یې د فلسطین په وړاندې د هغه چار چلند ته وده ورکړې ده.








