د چين او ماشومانو د پرمختګ فورم
ایډي: 8373544
نېټه: د اپریل 21، 2024
ځای: چین
کټګورۍ: ساینس او ټیکنالوژي
موده:یوه دقیقه او ۱۴ ثانیې
سرچینه: (CGTN)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 23-04-2024 03:30
وروستی سمون: 23-04-2024 03:33:24
ویډیويي صحنې
ګوانګژو ښار، ګوانګډونګ ولایت، جنوبي چین – د اپریل 21، 2024 CGTN – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱-بېلابېلې ساینسي تجربې ترسره کېږي
۲-ماشومان ستاينه کوي
۳- شاګرد پوښتنې کوي
۴- ساینس پوه پوښتنه کوي
۵- چن موهن، زده کوونکی، د ګوانګډونګ تجربوي عالي لېسه:
“زه غواړم یو ستوری پېژندونکی شم. د لیو سیکسین له افسانې څخه الهام اخلم. ما یو فضایی لفټ اختراع کړی څو انسانان فضا سټیشن ته ورسوي.”
۶- الکساندر پیتروف، د روسیې د میلنیچینکو بنسټ د استعدادونو مرکز:
“دا فورم ډېر ښه ځای دی، دلته ټول خلک ډېر مهربانه او منندوی دي.”
۷-د 2024م کال فورم کې د ماشومانو د پراختیا مختلف فورمونه د پرمختګ په حال کې دي
۸-د فعالیت بېلې بڼې
۹- شهباز خان، رییس، د ختیځې اسیا لپاره د یونسکو څو سکتوري سیمه ییز دفتر.
“تر هغه چې ځوانان د ساینس سره مینه ولري، موږ کولی شو په دې نړۍ کې مینه پیدا کړو او موږ کولی شو داسې نړۍ جوړه کړو چې د حقایقو او ارقامو پر بنسټ ولاړه وي. دا هغه څه دي چې ساینس دی – د تعصب څخه بهر نړۍ، داسې نړۍ چېرې چې هر چا ته فرصتونه شته.”
۱۰-فورم د پرمختګ په حال کې دی
بشپړ خبر
د ۲۰۲۴م کال د ماشومانو نړيوال پراختیایي فورم د يکشنبې په ورځ د چين په جنوبي ګوانګ جو ښار کې پرانيستل شو چې له ۴۰ هېوادونو څخه څه دپاسه ۱۹۰ تنه ماشومان او تنکي ځوانان يې د خپلو ساينسي هیلو او خوبونو د شريکولو او په دې پلاټفورم کې د خپلو ساينسي تجربو د ښودلو لپاره راټول کړي دي.
د شفاف مایع په رنګین بدلول، د لوګي توپ جوړول او د یخ په دود بدلول مهمې صحنې وې چې وستایل شوې. همدارنګه د ساینسپوهانو سره مخامخ تبادلې ساینس د ماشومانو لپاره د لاسرسي وړ ګرځولی.
“چېن موهان نومي ماشوم وویل زه غواړم یو ستورپوه شم. د لیو سیکسین له افسانې څخه الهام اخلم. ما فضایي سټیشن ته د انسانانو د وړلو لپاره یو فضایي لېفت هم اختراع کړی دی.”
بلخوا د یوه روسي بنسټ استازي الکساندر پیتروف وویل دا فورم ډېر ښه ځای دی، دلته ټول ډېر مهربانه او منندوی دي.
سږنی فورم، د خپل ډول لومړی هغه دی چې موخه یې دا ده څو د ساینس د نوښتګر ځواک له لارې هر ماشوم غښتلی کړي.
په دې فعالیت کې، ساینس ته د ځوان ذهنونو د راجلبولو لپاره یو نوښت پیل شو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ماشومانو ترمنځ ساینسي زده کړې او تبادلې ته وده ورکولو لپاره په منځني ختیځ کې یو ورکشاپ هم جوړ شو.
د ختیځ اسیا لپاره د یونسکو یوه ځایي مشر شهباز خان وویل
تر هغه چې ځوانان د ساینس سره مینه ولري، موږ کولی شو په دې نړۍ کې مینه پیدا کړو او موږ کولی شو داسې نړۍ جوړه کړو چې د حقایقو او ارقامو پر بنسټ ولاړه وي. دا هغه څه دي چې ساینس دی – د تعصب څخه پاکه نړۍ، داسې نړۍ چېرې چې هر چا ته فرصتونه شته.
د تالار په اوږدو کې، د ماشومانو لخوا یو شمېر نقاشي شوې ساحې دي. دوی مهم مسایل لکه د انرژۍ ساتنه، د فضا سپړنه او د اقلیم بدلون انځوروي.
لکه څنګه چې ښاغلي خان وویل، ځوان ذهنونه باید تغذیه شي مخکې له دې چې دوی زموږ د سیارې ساتونکي، د سولې جوړوونکي او د ساینس او ټېکنالوژۍ مخکښان شي.








