چیلي-سیمینار/چین
پېژندنه: 8372807
نېټه: د اپریل 15، 2024
ځای: چیلي
موده: یوه دقیقه او شپږ څلوېښت ثانيي
سرچینه: (CCTV) (CGTN)
محدودیتونه:د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-17 23:38
وروستی سمون: 2024-04-17 23:42
ويډيويي صحنې
چیلي ، سانټیاګو – د اپریل 15، 2024 (CGTN) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱ـ چین، د لاتینې امریکا د عصري کولو په اړه د سیمینار ځای، پیاده تګ
۲ـ بېلا بېل سیمینارونه روان دي، ګډون کوونکي
سانتیاګو، چیلي – د اپریل 15، 2024 (CCTV) د چینايي وګړو لپاره نه ده
۳ـ غږ (هسپانوي، په انګلیسي ژبه ویل شوی) د چیلي پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو انستیتیوت رییس: دوروتا لوپيز
هغې وویل ، موږ په پام کې لرو چې د چیلي په پوهنتون کې د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې د چینایي مطالعاتو لپاره یو مرکز جوړ کړو. دا مرکز به زموږ زده کوونکي او پوهان وهڅوي څو په دې برخه کې ژور تحلیل، د نظرونو تبادله او په دې برخه کې متمرکزې څېړنې ترسره کړي.
فایل: بیجینګ، چین – نېټه معلومه نه ده (CCTV) – د چینايي وګړو لپاره نه ده
۴ـ د تینانیم روستروم ، د چين ملي بيرغ، زينتي کالم
۵ـ د ښار د بېلا بېلو برخو منظرې
فایل: ختیځ چین د شانډونګ ولایت کینګداو ښار – 2023 (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۶ـ له هوا څخه په بندر کې د کارګو کښتۍ د کانتینرونو ویډیويي صحنې
فایل: د شانسي ولایت، شمال لوېدیځ چین – می 2023 CCTV – د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷ـ له هوا څخه د چین او اروپا د بار وړونکي اورګاډي د حرکت کولو صحنې
فایل: مونټیویډیو، یوراګوای – د مارچ 2، 2020 (CCTV) – د چینايي وګړو لپاره نه ده
۸- په بندر کې د بېلا بېلو کرین حرکت کولو کانټینر
۹ـ بېلا بېل ترافیک
فایل: چین – نېټه نامعلومه (CCTV)- د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۰ـ د لمریزې انرژۍ بېلا بېلې تختې
۱۱ـ بېلا بېلې سمندريزې بادي پایې
۱۲ـ د لوړې ټېکنالوژۍ بېلا بېل تولیدات روان دي
۱۳ـ ترافیک
فایل: چین ، بیجینګ – نیټه معلومه نه ده (CCTV)– د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱۴ـ بېلا بېل پلونه، سیند، د ښار منظرې
بشپړ خبر
د چين او چيلي کارپوهانو د تېرې دوشنبې په ورځ د چيلي په سانتياګو کې د يوه سيمينار ترڅ کې د چين د پرمختيايي تجربو په اړه بحث وکړ او د لا زياتو تبادلو او همکارۍ غوښتنه يې ترې وکړه.
د چين د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ (CASS) څلورو پوهانو د چين او لاتينې امريکا د تبادلې په سيمينار کې د چين د نوي صنعتي کېدو، ايکولوژيکي تمدن، د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د نړيوال پرمختګ د نوښت او د چيني شکله عصري کېدو د نړيوال اهميت په اړه ويناوې وکړې.
د چيلي په پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د انستيتوت مشرې دوروتا لوپيز په خپله پرانيستونکې وينا کې د سيمينار تمرکز د چيني شکله عصري کېدلو پر نړيوال اهميت او په پرمختګ باندې د هغې د اغېزو په اړه بحث وکړ.
هغې وويل، دا مهمه ده چې د چين په اړه د چيلي د خلکو تفاهم ژور شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ علمي تبادلې او همکارۍ لا پياوړې شي.
هغې وویل ، موږ په پام کې لرو چې د چیلي په پوهنتون کې د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې د چینایي مطالعاتو لپاره یو مرکز جوړ کړو. دا مرکز به زموږ زده کوونکي او پوهان وهڅوي څو په دې برخه کې ژور تحلیل، د نظرونو تبادله او په دې برخه کې حیاتي څېړنې ترسره کړي.
د ایکولوژیکي تمدن د مطالعاتو انستیتیوت رییس ژانګ یونګ شینګ وویل، د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ له اوږدې مودې راهیسې د چیلي پوهنتون سره نږدې علمي اړیکې ساتلې دي. نوموړي وويل چې دغه سيمينار د لاتينې امريکا په شمول د نړيوالو علمي تبادلو او همکارۍ د پياوړتيا لپاره د چین د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د هڅو يوه مهمه برخه ده، چې دا به د چيلي او لاتينې امريکا په علمي ټولنه کې د چين په اړه ښه پوهاوی پياوړی کړي.
دا سیمینار په ګډه د چین د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د ملي عالي فکري مرکز د دارالانشاء، د لاتینې امریکا د مطالعاتو انستیتیوت او د چیلي پوهنتون د نړیوالو اړیکو انستیتیوت لخوا تنظیم شوی و.
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د چيلي پوهنتون د نړيوالو اړيکو د کالج څه دپاسه سلو تنو استادانو او محصلينو او په چين کې د چيلي پخواني سفير ماتا په شمول د چين او چيلي نړيوالو دوستانو ګډون کړی و.








