د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولین وایي، چې په هېواد کې یې د انټرنټ بیې ټاکلي او داسې هڅې یې روانې کړې، چې د انټرنټ بیې نورې هم راټيټې شي. د یاد وزارت ویاند د نوري فایبر په تړاو ویلي، چې دغه پروژه تر اوسه په هېواد کې څه باندې ۸ زره کیلومتره غځول شوې او په وینا یې هڅې روانې دي چې ټول هېواد د نوري فایبر له لارې سره ونښلول شي. بلخوا د کابل یو شمېر اوسېدونکي د انټرنټ د بیو له لوړوالي شکایت کوي. دوی وايي، سره له دې چې، په لوړه بیه انټرنټ فعالوي؛ خو بیا یې هم کیفیت ټيټ وي. دوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارته غواړي چې، د انټرنټ د بیو د راکمېدو او همداراز کیفیت لوړولو ته په جدي توګه پام وکړي.