د چین-پاریس 2024 اولمپیک خپرونې(CMG)
آی ډې: 8372851
نیټه: د اپریل 17/ 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اتهه وېشت ثانیې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-18 10:40
وروستی تعدیل: 2024-04-18 10:44
ویډیويي صحنې
چین، بیجینګ – د اپریل 18/ 2024 (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د چین میډیا ګروپ پاریس 2024 اولمپیک، سپورت، بازارموندنې، د کمپاین د پیل کولو بېلا بېل مراسم روان دي
چین – دقیق ځای او نیټه معلومه نه ده (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۲ـ د چین د رسنیو ګروپ بېلا بېل تاسیسات، ورکشاپونه
بشپړ خبر
د چین میډیا ګروپ (CMG) د چهارشنبې په ورځ د پاریس ۲۰۲۴ المپیک سیالیو لپاره د خپل زړه راښکونکي میډیا نشراتي ستراتیژي پرانستله، چې دې مهمو لوبو ته د ۱۰۰ ورځو په زړه پورې شمیرنې په نښه کوي.
د چین میډیا ګروپ (CMG) چې د پاریس د اولمپیک د خپرونو لپاره د رسنیو نړیواله داوطلبي ترلاسه کړي، د اولمپیک نشراتي خدماتو (OBS) سره به همکاري وکړي او د ۲,000 څخه زیاتوکسانو ټیم به راټول کړي، ترڅو د پراخ پوښښ لپاره د رسنیو متنوع پروګرام رامنځته کړي.
(CMG) د پاریس المپیک د څلورو لویو لوبو لپاره د عامه سیګنال تولید مسوولیت په غاړه لري، د بیلګې په توګه جمناسټیک، میز ټینس لوبه، بیډمنټن او په غره باندې د ختلو لوبې به د ۴۰۰ ساعتونو څخه ډیر په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.
دغه راز د اولمپیک لوبو په دوام کې به (CMG) په دریو تلویزیوني چینلونو کې د بیلابیلو پیښو دوامداره پوښښ وړاندې کړي.
د چین میډیا ګروپ ګرځنده ټلیفوني پروګرام به ۷، ۲۹۴لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي. دغه راز ددغه لوبو د پیل او پای مراسیمو ټولې ۳۲ مهمې لوبې او هره ورځ د ۱۸۰ ساعتونو څخه ډیر پوښښ به په ګرځنده تلیفونونو، کمپیوټرونو، ټابلیټونو او حتی موټرو کې د لاسرسي وړ وي. د دې لوبو پر مهال به د (CMG) چینلونه او نوي میډیا پروګرامونه د اولمپیک موضوعي پروګرامونو لړۍ وړاندې کړي.








