دکابل ښاروالۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ښار اړوند ۹مې ناحيې په ۷ګذر کې یې دکوڅو جوړولو چارې پیل کړې دي. د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې ښاریانو ته د ترانسپورټي او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، دنهمې ناحیې اړوند اووم ګذر د سلیمان خېلو په سیمه کې د کوڅو جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پیل شوې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او برنامو د تنظیم ریاست مسوولين وایي، چې دغه کوڅې په ټولیزه توګه ۸۴۷ متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۴) مترو پورې سور لري، چې د جوړولو چارې به یې د ۳میاشتو په موده کې بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو ګڼ شمېر چاپېریالي او ټولنیزې ستونزې حل شي.