تانزانیا-چین/دیپلوماتیکې اړیکې/ مېلمستيا
آي ډې: 8372689
نیټه: د اپریل 16/ 2024
ځای: چین
موده: یوه دقیقه او اولس ثانېې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-17 10:54
وروستی سمون: 2024-04-17 10:58
ویډیويي صحنې
تانزانيا، دارالسلام – د اپریل 15/ 2024 (CCTV) – د د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د چين او تانزانيا ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې۶۰ کليزې د نمانځنې تود هرکلی وشو.
۲ـ ګډون کوونکي
۳ـ غږ (انګلیسي) د تانزانیا د پخواني لومړي وزیر زوی سلیم احمد:
زه فکر کوم، چې تاسو زما د پلار له یادولو پرته د چین او تانزانیا او زموږ د اړیکو کیسه نه شی بیان کولای او زه فکر کوم، د هغه په مسلک کې تر اوسه د هغه تر ټولو ګټورو او خوږو شیبو څخه یوه دا شیبه وه، چې د دیپلوماتانو سره په لاره اچولې وه.
۴ـ د ۶۰ کلونو، ورورولۍ نښان
۵ـ غږ (انګلیسي) ، د باوري بورډ رییس، جوزف بوټیکو
زه فکر کوم چې یوځای حرکت کول خورا مهم دي. د سولې لپاره یوځای حرکت وکړئ، د یووالي لپاره یوځای حرکت وکړئ، ترڅو موږ په سوله، دوستۍ او همکارۍ کې یوځای پرمختګ وکړو.
۶ـ د مېلمستا بېلا بېلې برخې د پرمختګ کولو په حال کې دي، ګډون کوونکي
بشپړ خبر
چين او تانزانيا د دوشنبې په ورځ د تانزانيا په بندري ښار دارالسلام کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۶۰شپېتمې کليزې د نمانځنې په مناسبت يوه مېلمستيا جوړه کړه. په دغه مېلمستيا کې د تانزانيا د بهرنيو چارو او د ختيځې افريقا د همکارۍ وزير جنوري ماکامبا، په تانزانيا کې د چين سفير چن مينګ جيان او دغه راز د چین او تانزانیا د بهرنیو چارواکو په ګډون لوړ پوړو شخصيتونو برخه اخیستې وه.
ماکامبا وویل، چې د چين او تانزانيا ترمنځ دوامداره دوستي د وخت په تېرېدو سره لا پياوړې شوې ده. دغه راز په تانزانیا کې د چین سفیر چن مينګ جيان پر دې ټينګار وکړ، چې په تېرو شپيتو کلونو کې د چين او تانزانيا ترمنځ د يووالي صادقانه همکارۍ، متقابل پرمختګ او ګډ ارزښتونه د متقابل ملاتړ له لارې تعریف شوي دي. د تانزانیا د پخواني لومړي وزیر زوی سلیم احمد وویل،
زه فکر کوم چې تاسو زما د پلار له یادولو پرته د چین او تانزانیا او زموږ د اړیکو کیسه نه شی بیان کولای او زه فکر کوم، د هغه په مسلک کې تر اوسه د هغه تر ټولو ګټورو او خوږو شیبو څخه یوه همدا شیبه وه، چې د دیپلوماتانو سره یې په لاره اچولې وه. نوموړي دغه راز وویل، چې ملګري ملتونه به په ملګرو ملتونو کې د چین حقیقي څوکۍ بیرته لاس ته راوړي.
په غونډه کې رازرد موالیمو نییریر بنسټ د باوري بورډ رییس (Mwalimu Nyerere Foundation). جوزف بوټیکو د یووالي او همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ او د دوستۍ او همکارۍ له لارې یې د سولې ، یووالي او متقابل پرمختګ په لور د یو بل سره د حرکت کولو غوښتنه وکړه.
د ١٩٦۴ کال د اپريل په ٢٦ نيټه چين او تانزانيا په رسمي توګه ديپلوماتيک همکاران شول.








