چین، سان فرانسیسکو ښارواله ، شینزین
آی ډې: 8372512
نیټه: د اپریل 16/ 2024 / فایل
ځای: ګوانګډونګ، چین
موده: یوه دقیقه او څوارلس ثانېې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-16 04:36
وروستی سمون: 2024-04-16 05:44
ویډیويي صحنې
جنوبي چین ، ګوانګډونګ ولایت، د شینزین ښار – د اپریل 16/ 2024 (CCTV) – د چینایي وګړو لپاره نه ده
۱ـ د سان فرانسیسکو ښارواله لنډن بريډ د بېلا بېلا صحنو سره د غونډې ځای ته د ننوتلو په حال کې
۲ ـ د لڼدن بریډ د پلاوي او متشبثینو ترمنځ بېلا بېلې غونډې روانې دي. ګډونوال خبرې کوي، ستاینه کوي، لنډن بریډ د خبر اوریدلو په حال کې
۳ـ غږ (انګلیسي) د سان فرانسیسکو ښارواله لندن بریډ (د څلورمې صحنې سره پای ته رسیږي)
د اړیکو پراختیا لپاره نه ختمیدونکي امکانات شتون لري، د سیاحت، سوداګرۍ او هر هغه څه په اړه چې موږ دلته راغلي یو. دا زموږ لپاره ډيره مهمه ده، چې له یو بل څخه زده کړه وکړو. زه هیله لرم، چې موږ دا پلونه جوړ کړواو د پراختیا لپاره د لګښت د اغیزمنو لارو په لټه کې شو.
۴ـ بېلا بېلا غونډې روانې دي ګډون کوونکي خبرې او ستاینه کوي
۵ـ لندن بريډ او ورسره مل پلاوی د ناستې په لور روان دي، د ځایی متشبثینو سره د ډله ییز عکس لپاره دریدل
۶ـ لندن بریډ د چینایي ګډونکو سره د خبرو کولو په حال کې
۷ـ غونډه دوام لري
بشپړ خبر
د سان فرانسيسکو ښاروالې لندن بریډ د دوشنبې په ورځ د چين په جنوب کې د ګوانګ دونګ ولايت له شینزین ښار څخه د ليدنې په ترڅ کې د سان فرانسيسکو د خليج سيمې او د چين د لويې خلیج سيمې ترمنځ د همکارۍ په اړه هیله مندې څرګنده کړه او په بېلا بېلو سیمو کې يې د همکارۍ پر پراختیا ټينګار وکړ.
په شینزین ښار کې لندن بریډ د متحده ايالاتو د سوداګريزو ادارو او تصديو له استازو او همدارنګه د مصنوعي ځیرکتیا (AI) تکنالوژۍ، نوې انرژۍ او د نورو صنايعو له ځايي استازو هم سره خبرې اترې وکړې.
نوموړې له خبریالانو سره په خبرو کې، د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دواړو خلیجې سیمو ترمنځ د تبادلې او متقابلو زده کړو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړې د سیاحت، سوداګرۍ او په نورو برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره د پراخو فرصتونو په اړه وویل، چې د دوه اړخیزو زده کړو اهمیت او د دواړو سیمو ترمنځ د ملګرتیا په جوړولو کې د ارزانه ستراتیژیو جوړول ډير مهم دي او په دې برخه کې باید هڅې ترسره شي. تمه ده، چې په شینزین کې لندن بریډ له ځایی هوایی شرکتونو او ګرځندوی شرکتونو سره هم د شینزین او سان فرانسیسکو ترمنځ د مستقیم الوتنو د زیاتوالي په اړه لیدنه او بحث وکړي، ترڅو د دواړو ښارونو ترمنځ د سیاحت او کلتوري تبادلې وده زیاته شي. ټاکل شوې ده چې نوموړې د ورکړل شوي مهالویش سره سم د ګوانګ جو، بېجينګ، شانګهای او یو شمیر نورو ښارونو څخه هم لیدنې وکړي.








