میانمار/د اوبو جشن
آی ډې: 8372336
نیټه: د اپریل 15/ 2024
ځای: میانمار
موده: ۵۶ ثانېې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینایي وکړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-15 02:45
وروستی سمون: 2024-04-15 04:15
ویډیويي صحنې
میانمار، یانګون – د اپریل 13/ 2024 (CCTV)- د چینایي وکړو لپاره نه ده
۱ـ د تينګيان د اوبو د جشن د نمانځلو په ترڅ کې بېلابېل خلک فعاليت کوي. خلک د تینګیان د اوبو په جشن کې برخه اخلي او خوشحالي کوي
۲ـ غږ( برمیس) محلي (نوم نه دی ورکړل شوی) د اولې صحنې سره پیل کیږي
زه ډیر خوشحاله یم چې د اوبو کلنۍ جشن (فیستیوال) پیل کوم او ټولو ته د بریا او نیکمرغه نوي کال هیله لرم
۳- د تینګیان د اوبو په چشن کې ډیری خلک برخه اخلي
بشپړ خبر
د میانمار د اوبو جشن (فیسټیوال) د شنبې په ورځ د دغه هېواد په بیلابیلو برخو کې د لوی ښار یانګون په ګډون د پرانیستې په مراسمو سره پیل شو.
د تینګیان جشن (فیسټیوال) چې د اوبو د جشن په نوم هم یادیږي، د میانمار یو له لویوجشنونو څخه شمیرل کیږي. داسي ویلي کیږي، چې دا جشن ټولو ته سوله راوړي او د میانمار د نوي کال پیل ښیي.
د جشن په جریان کې، د اوبو ویشل د تیر کال د ګناهونو د مینځلو سمبول دی او د نوي کال پیل ته سترګې په لار پاته کیدل دي.
د یانګون ښار تالار ته نږدې د اوبو ویشلو په پروګرام کې ځایي سندرغاړو او نڅاګرو د ښایسته جامو په تن کولو سره سندرې وویلې او په خوښۍ سره یې یو پر بل د اوبو شیندلو او د جشن نمانځلو لپاره اوبه وویشلې.
یو ځایي اوسیدونکې وویل، زه ډیره خوشحاله یم، چې د اوبو کلنی فیسټیوال پیل کوم او ټولو ته د بریالي او نیکمرغه نوي کال هیله لرم. په میانمار کې اوبه د پاکوالي، یخنۍ، نیکمرغۍ او سولې استازیتوب کوي. د اوبو فسټیوال، چې د ۷۰۰ کلونو راهیسې لمانځل کیږي، د اپریل په نیمایي کې پیښیږي او څلور ورځې دوام کوي.
د ميانمار تر څنګ د جنوب ختيځې اسيا په نورو هېوادونو لکه ټايلنډ، لاوس او د چين د جنوب لويديځ د يون نان ولايت په بېلا بېلو سيمو کې د قومي لږکيو له لوري د اوبو په ويشلو سره لمانځل کېږي.








