اسټرالیا-د چاقو برید/سیډني
آی ډې: 8372253
نیټه: د اپریل 13/ 2024
ځای: استرالیا
موده: یوه دقیقه او دولس ثانېې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-13 06:25
وروستی سمون: 2024-04-13 06:30
ویډیويي صحنې
آسټرالیا ، سیډني – د اپریل 13/ 2024 (CCTV) – د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱- د پلورنځي مرکز څخه بهر د پولیسو بېلا بېلا موټرونه
۲- د پولیسو کمربند
۳- د پولیسو افسر
۴- د پولیسو بېلا بېلا وسایط
۵- د مارکیت څخه بهر بېلا بېلا خلک
۶- د بېلا بېلو بورډونو نښان
بشپړ خبر
د اسټرالیا په سیډني ښار کې د شنبې په ورځ په یوه پلورنځي کې د چاقو په برید کې شپږ کسان وژل شوي او بریدګر هم د پولیسو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د نیو ساوت ویلز (NSW) د پولیسو په وینا، بریدګر په ویسټفیلډ بونډي جنکشن پلورنځي کې شپږ کسان په چاقو ووهل.
د نیو ساوت ویلز (NSW) د پولیسو مرستیال کمشنر انتوني کوک په یو مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، چې بریدګر لومړی د پلورنځي مرکز ته ننوتلی او وروسته یې پر خلکو د چاقوګزارونه وکړل.
د نوموړي په خبره، چې د لومړنيو پلټنو څخه معلوميږي، چې دغه کس یوازي دا برید کړی او نوره موخه یې له برید څخه تراوسه معلومه نه ده او بريد کوونکی د نژدې پوليس افسر په ډزو وژل شوی دی.
د شنبې په ماښام په یوه خبري کنفرانس کې د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز دغه برید «یو وحشتناک عمل» وباله او خپله خواخوږي یې څرګنده کړه.








