چین/FM/MSC بنسټ
آی ډې: 8372138
نېټه: د اپریل 13/ 2024
ځای: چین
موده: ۳۲ ثانېې
سرچینه: (CCTV)
محدودیتونه: دچینایي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-13 09:59
وروستی سمون: 2024-04-13 10:03
ویډیويي صحنې
چین، بیجینګ، – د اپریل 12/ 2024 (CCTV) – دچینایي وګړو لپاره نه ده
۱- د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د مونیخ امنیتي کنفرانس (MSC) بنسټ له رییس ولفګانګ ایشینګر سره د لاس روغبړ کولو په حال کې او د انځور اخېستلو لپاره درېږي
۲- د وانګ يي او ولفګانګ ایشینګر تر منځ بېلا بېلې غونډې روانې دي
بشپړ خبر
د چين د بهرنيو چارو وزير او د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي وانګ يي د جمعې په ورځ په بېجينګ کې د مونېخ امنيتي کنفرانس د بنسټ له مشر ولفګانګ ایشینګر سره وکتل.
وانګ يي په ليوالتيا سره د عادلانه او باثباته څو قطبي نړۍ د جوړولو لپاره د چين ټينګ هوډ څرګند کړ او په نړيوال ډګر کې يې پر اهميت ټينګار وکړ.
وانګ يي له جرمني او اروپا سره د چين پر ټينګو اړيکو ټينګار وکړ او د برياليتوب په برخه کې يې د همکارۍ او ګډ پرمختګ د شريکانو په توګه يادونه وکړه. هغه وویل، چې د اختلافاتو سره سره د دوی ګډې ګټې له هرډول اختلاف څخه زیاتې دي.
ولفګانګ ایشینګر له مونیخ امنیتي کنفرانس (MSC) سره د چين د دوامداره ملاتړ له امله مننه وکړه. هغه لېوالتيا څرګنده کړه، چې دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي او د چين ـ المان، د چين او اروپا ترمنځ متقابل تفاهم او باورلا زیات کړي. دغه راز دواړو لوریو د اوکراین د کړکیچ په اړه هم ژور بحثونه وکړل.








