دروسیې او اوکراین بحران
آی ډې: 8371998
نېټه: د اپرېل 12/ 2024
ځای: روسیه؛ اوکراین
موده:یوه دقیقه اوڅوارلس ثانېې
سرچینه: (CCTV) د چین نړیوال تلویزیون شبکه (CGTN)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-12 22:55
وروستی سمون: 2024-04-12 22:59
ویډیويي صحنې
ځای نامعلوم – د اپریل په 11/ 2024 خپور شو (د روسیې دفاع وزارت – د چینايي وګړو لپاره نه ده)
۱- روسي سرتیري د کارکولو په حال کې
۲- توپ توغول کیږي
۳- بېلا بېلا هدفونه په نښه کول
۴- د توپونو بیلابیل ډولونه توغول کیږي
۵- هدفونه په نښه کول
فایل: روسیه، مسکو – دسمبر 2015 (CCTV) – د چینايي وګړو لپاره نه ده
۶- د روسیې د دفاع وزارت بېلا بېلې ودانۍ، د روسیې ملي بیرغ
فایل: روسیه، مسکو – مارچ 30/ 2022 (CCTV)- د چینايي وګړو لپاره نه ده
۷- د سینټ باسیل کلیسا
۸- په کرملین کې د لیوالتیا کلیسا
فایل: کیف، اوکراین – 2018 (CCTV) – د چینايي وګړو لپاره نه ده
۹- د اوکراین د پارلمان بېلا بېلې ودانۍ
فایل: کیف، اوکراین – د مۍ 18/2017 (CCTV) – د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱۰- د ښار بېلا بېلې برخې
بشپړ خبر
روسیې د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه، چې په اوکراین کې یې د تیلو په زیرمو او د انرژۍ په تاسیساتو پراخ بریدونه کړي، خو د اوکراین پوځ یې په ځواب کې ویلي، چې د دوی د هوا دفاعي سیسټم ۱۸ توغندي شنډ کړي او د روسیې ۳۹ بې پیلوټه الوتکې یې له منځه وړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت په وینا، چې د بریدونو دغه نوی پړاو د اوکراین د هغو هڅو په ځواب کې دی، چې د روسیې د انرژۍ د تاسیساتو په شمول د تیلو او ګازو د زیرمو د ویجاړولو لپاره یې کړې وې. د روسیې پوځ په همدې ورځ سهار وختي له خپلو هوايي او سمندري اډو څخه د لوړ دقیق توغندیو په استولو سره وویل، چې د اوکراین د تېلو په زېرمه کولو او د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو په دې پړاو کې ټول هدفونه په نښه شوي دي. د روسیې د پوځ په وینا، چې د دوی بریدونو د اوکراین په پوځي-صنعتي تاسیساتو کې تولید ګډوډ کړی، د جګړې سیمې ته د اکمالاتو لارې یې بندې کړې او د اوکراین وسله والو ځواکونو او پوځي واحدونو لپاره د موقتي تیلو کمښت یې هم رامینځته کړی دی. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل، چې روسیې تېر ژمی د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو له بریده ډډه وکړه، خو د روسیې د انرژۍ پر زیربناوو د اوکراین د وروستیو بریدونو له امله اړ شو چې غچ واخلي. په همدې حال کې د اوکراین د هوايي ځواک قوماندان مایکولا اولیشچوک د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د روسیې پوځ ۴۰ بې پیلوټه الوتکې او ۴۲ ډوله توغندي اوکراین ته توغولي، خو د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو په بریالیتوب سره ۱۸ توغندي شنډ کړي او ۳۹ بې پیلوټه الوتکې یې له منځه وړې دي. په همدې ورځ د اوکراین د انرژۍ وزیر هیرمن ګالوشینکو وویل ، د خارکیف، زاپوریزیا، لویف او کییف په ایالتونو کې د برښنا د تولید او انتقال تاسیسات تر هوايي بریدونو لاندې راغلي دي. انټرفاکس-یوکراین راپور ورکړی، چې په کییف کې د اوکراین ترټولو لوی تریپلسکا د حرارتي بریښنا فابریکه د روسیې په توغندیزو بریدونو کې په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. سرچینې دغه راز ویلي، چې د مارچ له وروستیو راهیسې یې د حرارتي برښنا ټولې درې لویې فابریکې ویجاړې شوې او دا مهال یې د بریښنا د تولید ظرفیت په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی. د تریپلسکا د حرارتی بریښنا فابریکه د کییف، چیرکاسی او زیتومیر ایالتونو لپاره د بریښنا ترټولو لویه سرچینه ده.








