د کډوالۍ نړیوال سازمان پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۴م کال له پیله د دوی ټیمونو په افغانستان کې زیانمنو کسانو ته د څه باندې ۱۴۰زره روغتیايي مشورو زمینه برابره کړې ده. دغه سازمان وایي، چې دوی هره ورځ په افغانستان کې بېځایه شویو، ستنو شویو او کوربه او نورو اړمنو ته روغتیايي خدمات برابروي. د افغانستان په لېرو پرتو سیمو کې خلک شکایت لري چې روغتیايي او د رواني روغتیا نور خدمات ورته نه دي برابر شوي. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو له خوا، هر کال د اپرېل اوومه یا د روغتیا نړیواله ورځ د دې لپاره لمانځل کېږي چې په نړۍ کې انسانان د خپلې سلامتۍ او روغتیا اهمیت ته نور هم پام وکړي.