افغانستان – زلزله/بیارغونه
اي ډي:۸۳۷۱۴۶۴
نیټه: وروستی
ځای: افغانستان؛
موده: یوه دقیقه او نهه دېرش ثانیې
سرچینه: د چین مرکزي تلویزیون (CCTV)
محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده
خپور شوی: 2024-04-09 00:04
وروستی سمون: 2024-04-09 00:07
ویډیوي صحنې
زنده جان، هرات ولایت، افغانستان – وروستی CGTN – د چینايي وګړو لپاره نه ده
۱- ځمکه
۲- د زلزلې وروسته بېلا بېل نوي جوړ شوي کورونه
۳- سړی نوي جوړ شوي کور ته د تګ په حال کې
۴- په چت کې د رڼا وړانګې
۵ – ډول ډول کثافات، ویجاړ شوي کورونه، خیمې
۶ -سړی خیمې ته روان ده
۷- غږ (دري) داود وحیدي، د زلزلې ځپلو یو تن ځایي اوسیدونکی
دلته سخت بادونه دي، کله چې توپان راشي، دا خیمې له منځه لاړې شي یا ټوټې ټوټې شي. په دې توګه موږ ژمی په دننه خېمو کې تیر کړو. موږ د ژمي په اوږدو کې مبارزه وکړه. زه هیله لرم چې حکومت زموږ حالت ته پام وکړي او بیارغونه وکړي. زموږ لپاره نوی کور.
۸ – په خیمه کې د پخلي لوښي
۹- داود وحیدي، د هغه ماشومان د خیمې بهر ولاړ دي
۱۰ غږ (دري) د زلزلې له امله اغیزمن شوی یو بل تن ځایی اوسیدونکی احمد ګل، (په ۱۱صحنې سره پای ته ورسید)
دلته ژوند کول ډېر ستونزمن دی. لنډمهاله کورونه له لرګیو جوړ دي، په دې مانا چې یوازې څو میاشتې دوام کولای شي. که دایمي کورونه جوړ نه شي، ژوند به لا هم نور ستونزمن شي
۱۱- کورونه، خیمې
۱۲- سړی په کور کې د خپلو سامانونو سره
۱۳ پر دیوال باندې ساعت
۱۴- ځمکه
۱۵- کورونه تر جوړیدو لاندې دي
۱۶- کثافات، ویجاړ شوي کورونه، خیمې
بشپړ خبر
د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د زلزلې له امله زیانمن شوي خلک هیله لري چې ژر تر ژره نوي کورونه جوړ شي څو دوی له لنډمهاله سرپناه څخه دایمي کورونو ته ولاړ شي.
په هرات کې پرله پسې شپږو زلزلو د خلکو کورونه نړولي، لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان یې وژلي او لسګونه زره نور یې بې ځایه کړي دي.
له شپږو میاشتو وروسته، د هرات ښار شمال لوېدیځ ته په ۴۰ کیلومترۍ کې د زنده جان په ولسوالۍ کې، ډېری قربانیان د حکومت له خوا جوړو شویو کورونو ته کډه شوي دي. خو ځینې لاهم په سرپناه کې میشت دي،
زلزلې د زنده جان ولسوالۍ کې یو کلی ټول ویجاړ کړی دی. د ځايي اوسېدونكو د كار په پرمختګ سره په كلي كې نېږدې ۲۰۰ نوي كورونه جوړ شوي دي.
خو د سيمې په يو شمېر نورو کليو کې لا هم د بيارغونې کارونه نه دي پيل شوي. بې ځایه شوي خلک اوس هم په سرپناه کې ژوند کوي د خپلو نویو کورونو د ژر بشپړېدو هیله لري.
د زلزله ځپلي سیمې یو زیانمن داود وحیدي وویل
دلته سخت بادونه دي، کله چې توپان راشي، دا خیمې له منځه لاړې شي یا ټوټې ټوټې شي. په دې توګه موږ ژمی په دننه خېمو کې ډېر په کړاو تېر کړ. موږ د ژمي په اوږدو کې مبارزه وکړه. زه هیله لرم چې حکومت زموږ حالت ته پام وکړي او بیارغونه وکړي. زموږ لپاره نوی کورونه ورغوي، د زلزلې ځپلي يو بل تن اوسېدونکي احمد ګل وويل: دلته ژوند ډېر ستونزمن دى. لنډمهاله کورونه له لرګيو جوړ دي، په دې مانا چې يوازې څو مياشتې دوام کولى شي. که دايمي کورونه جوړ نه شي، ژوند به لا هم ستونزمن شي.
د تېر اکتوبر په میاشت کې په هېواد کې د زلزلې راهیسې، افغان حکومت د نړیوالو خیریه موسسو او بنسټونو سره په ګډه د قربانیانو لپاره نږدې 4,000 کورونه جوړ کړي. د هرات ولایتي چارواکي وايي، د زلزلې له امله د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو او هرات ښار کې شاوخوا دیارلس زره کورونه ویجاړ شوي دي. حکومت به د نویو کورونو جوړولو ته دوام ورکړي او زیانمن به په سمه توګه مېشت شي.








