چهارشنبه, مارچ 18, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

په ګانا کې د ککاو نبات تولید د ناروغیو او اقلیمي اغېزو له امله کم شوی

STR NEWS by STR NEWS
اپریل 8, 2024
2 0
0
په ګانا کې د ککاو نبات تولید د ناروغیو او اقلیمي اغېزو له امله کم شوی
4
SHARES
14
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter
https://strnews.tv/wp-content/uploads/VIDEOS/8371194.mp4

دګانا هېواد – ککاو تولید / سختۍ

ای ډي: ۸۳۷۱۱۹۴

نیټه: وروستی

ځای: ګانا هېواد

موده: دوه دقیقې او یو ثانیه

سرچینه: (CGTN)

محدودیتونه: د چینايي وګړو لپاره نه ده

خپور شوی: 2024-04-07 00:41

وروستی سمون: 2024-04-07 00:45

ویډیوي صحنې

اکرا ګانا – وروستی CGTN – د چینايي وګړو لپاره نه ده

۱- د ککاو نبات بېلا بېلې ونې

۲- غږ (اکان، په انګلیسي ویل شوی) ابوګی ناټو د ککاو نباتو یو تن بزګر

موږ وچه هوا او سخته تودوخه تجربه کوو، چې د حاصلاتو د تولید لپاره مناسب نه دي. آفتونه او ناروغۍ هم د کوکا نبات فارمونه له منځه وړي

۳- بېلا بېلا بزګران چې د قهوې لوبیا وچیدو ننداره کوي

۴- د ککاو نبات ونې، بزګران د ککاو نبات د ونو ښاخونو پرې کولو په حال کې

۵ – غږ  (انګلیسي) د ګانا هېواد د کرنې کارګرانو اتحادیه ، عمومي منشي، اډوارډ کاراوه (په جزوي توګه د شپږمې  صحنې  سره تړل شوی)

انفلاسیون یوې کچې ته رسیدلی چې موږ یې لږ تر لږه تمه درلوده، او د ژوند عمومي لګښت لوړ شو. مګر دا په دې موده کې دی چې له بده مرغه، د کوکاو نبات بیه د لوړیدو په حال کې ده، نو دا د هیڅ وخت په پرتله ناوخته دی. هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو. دا باید وګورو چې په راتلونکي کې د کوکو تولید ته ترټولو لوی ګواښ څه دی.

صحنه په غږ پوښل شوئ

۶ – بېلا بېل بزګران چې د قهوې لوبیا وچېدو ننداره کوي

صحنه په غږ پوښل شوئ

۷ – د ککاو نبات بېلا بېلې ونې

بشپړ خبر

ګانا هېواد په نړۍ کې د کوټ آیور وروسته دوهم لوی ککاو تولیدوونکی هېواد دی، خو په تېرو دوو کلونو کې د ککاو تولید په چټکۍ سره کم شوی. د دې کمښت له امله د هېواد نږدې اته سوه زره کروندګرې کورنۍ له ستونزو سره مخ دي.

د ککاو سوولین شوټ ویروس ناروغي (CSSVD) او د کوک بلیک پوډ ناروغي په وروستیو کلونو کې په ګانا او کوټ ډي آیور کې د دغه بوټي تولید اغېزمن کړی چې په نړیوال بازار کې یې هم منفي نښې ښکاري.

د ککاو سوولین شوټ ویروس ناروغي د کالا موریډي Caulimoviridae کورنۍ یوه ناروغي ده چې په اساسي توګه د ککاو ونې اخته زیانمنوي. دا ناروغي په لومړي کال کې د ککاو نبات حاصل کموي، او معمولاً په څو کلونو کې ونه له منځه وړي.

د فبروري په میاشت کې، جوزف بوهین ایډو، چې د ګانا ککاو اداري(COCOBOD)  مشري کوي، وویل چې د ککاو سوولین شوټ ویروس ناروغي په ګانا کې د ککاو نبات پنځه سوه زره هکتاره فارمونه له منځه وړي دي.

ایډو ټینګار وکړ چې غیرقانوني کان کیندنه او د اقلیم بدلون په جدي توګه د ککاو نبات کښت ته زیان رسوي. چې په تولید کې د پام وړ کمښت لامل شوی دی او د بزګرانو معیشت له لوی خطر سره مخ کوي.

د اکرا څخه د ککاو نبات یو تن  کروندګر ابوګي وویل، موږ وچه هوا او سخته تودوخه تجربه کوو، چې د حاصلاتو د تولید لپاره مناسب نه دي. آفتونه او ناروغۍ هم د ککاو فارمونه ویجاړوي.

تېر کال  ګانا د ۹۵۰۰۰۰ ټنو ککاو دانو د تولید لپاره د خپل هدف څخه پاتې راغلی دی، چې نږدې ۱۵۰۰۰۰ ټنه زیان د ناروغیو او د غیرقانوني کان کیندونکو لخوا د ککاو فارمونو ویجاړولو له امله شوي دي.

د ککاو  تنظیم چارو په پیل کې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کال فصل لپاره شاوخوا ۸۲۰۰۰۰ ټنه تولید اټکل کړی و. که څه هم، دا شمېره باید  له 40 سلنې څخه ۵۰۰۰۰۰ ټنو ته راټیټه شوې وای.

لکه څنګه چې ګانا او کوټ ډي آیور دواړه د کښت کم حاصل تجربه کوي، خو د کوکاو نبات نړیوال نرخونه په بې ساري ډول پورته ختلي.

اډوارډ کاراوه، د ګانا د کرنې کارګرانو اتحادیې عمومي منشي، یادونه وکړه چې انفلاسیون او د ژوند لګښتونه په ناڅاپي ډول لوړېږي. هغه دا هم وویل چې د ککاو نبات بیې لوړېږي. کاراوه په راتلونکي کې د ککاو نبات  تولید ته د ګواښونو د پېژندلو او حل کولو په اهمیت ټینګار وکړ.

کوټ ډي آیور د خپل نرخ لوړولو سره د نړیوال ککاو بیو لوړېدو ته ځواب ووایه، هغه نرخ چې دا په مستقیم ډول له محلي بزګرانو څخه په۱۰۰ سلنه دانو اخلي.

د ګانا د کوکاو  صنعت تنظیم کوونکي د جمعې په ورځ ناوخته د کروندګرو لپاره د ککاو تولید کوونکي نرخ کې د سمدستي اغېزې سره 58.2 سلنه زیاتوالی اعلان کړ.

د ککاو ادارې په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې د 2023-2024 کال فصل لپاره د ککاو بیه د تېر سپتمبر په میاشت کې د پام وړ لوړه شوې.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

هند: پر کابل د پاکستان برید بزدلانه او د انسانیت ضد عمل دی
وروستی خبرونه

هند: پر کابل د پاکستان برید بزدلانه او د انسانیت ضد عمل دی

مارچ 17, 2026
قانع: پاکستان به ډېر ژر غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کړي
وروستی خبرونه

قانع: پاکستان به ډېر ژر غاښ ماتوونکی ځواب ترلاسه کړي

مارچ 17, 2026
تحریک انصاف ګوند: د کابل وحشیانه برید، د انسانیت پر وړاندې جرم دی
وروستی خبرونه

تحریک انصاف ګوند: د کابل وحشیانه برید، د انسانیت پر وړاندې جرم دی

مارچ 17, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د روژې په مناسبت د کابل ښاروالۍ د نرخنامې جدي څارنه پیل شوه

د ټولنې هنداره
کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۱۰ زره ماشومان تر روزنې او ساتنې لاندې دي

پوهنه
د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د کډوالو لاسنیوی؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمنۍ البسه ووېشل شوه

د ټولنې هنداره
په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره  روانې دي

په بره کي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي

ابادي او بیارغونه
Tourism in Afghanistan

Tourism in Afghanistan

د ټولنې هنداره
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved