ملګري ملتونه وايي په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ناچاوده توکو چاودنو سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ دفتر واييد ۲۰۲۱ د اګست او ۲۰۲۴ د جنورۍ ترمنځ د ناچاوده توکو چاودونو له کبله د ۱۴۹۷ کسانو د سر زیان راپور ورکړل شوی دی. د دغه دفتر مشر نیک پونډ ویلي چې د ماین چاودنو شاوخوا ۸۶ سلنه قربانیان ماشومان دي. له دې سره هممهاله د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم په افغانستان کې د ماینونو او نورو ناچاوده توکو د قربانیانو شمېر او خطر په اړه یو راپور خپور کړی دی. اوچا ویلي، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې وګړي یې د ماینونو او ناچاودنه مهماتو له ډېر خطر سره مخامخ دي.