د سرپرست حکومت سياسي مرستيال په کابل کې د یو شمېر ترکي خیریه بنسټونو له مسوولینو او استازو سره لیدلي دي. د یادو بنسټونو مسوولینو په دغه لیدنه کې د سرپرست حکومت له همکارۍ څخه په مننې ویلي، چې له حکومتي ادارو سره په همغږۍ د جوماتونو او مدرسو رغولو تر څنګ بې سرپرسته مېرمنو ته د مناسبو کاري فرصتونو، د کوکنارو بدیل کښت، د روږدو درملنې، او یو شمېر نورو برخو کې له افغانانو سره مرسته کوي. ورته مهال د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په هېواد کې د ترکي خېریه بنسټونو فعالیتونه ستایلي، هغوی ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د بشپړ امنیت په ټېنګښت سره په افغانستان کې د خېریه بنسټونو او پانګونې لپاره غوره زمینه برابره شوې ده.